د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د خوړو له سخت بحران سره مخ دی
د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د خوړو له سخت بحران سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان ۳۴ ولایتونه د خوړو د خوندیتوب له جدی بحران سره مخ دی. دغه سازمان ویلی چې په میلیونونو ماشومان او امیندواره میرمنې له شدید خوارځواکۍ سره مخ دی. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یکشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې د میلیونونو افغانانو لپاره […]

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان ۳۴ ولایتونه د خوړو د خوندیتوب له جدی بحران سره مخ دی. دغه سازمان ویلی چې په میلیونونو ماشومان او امیندواره میرمنې له شدید خوارځواکۍ سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یکشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې د میلیونونو افغانانو لپاره د خوړو خوندیتوب نشتوالی دی. دغه بنسټ لیکلی، چې د افغانستان ۳۴ ولایتونه د خوراکی توکو د نه خوندیتوب له بېړنی بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د دغه هېواد نیمایی نفوس، چې شمېر یې ۹،۱۸ میلیونه اټکل شوی، د ۲۰۲۲ کال د جون او نومبر ترمنځ د خوراکی توکو له سخت کمښت سره مخ دی.

سربیره پردې، د دې ادارې د شمیرو پر بنسټ، ۷.۴ میلیونه ماشومان، امیندواره او شیدې ورکوونکی میرمنې د شدید خوارځواکۍ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د وروستی راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې له ۹۰ سلنې څخه زیات افغانان کافی خوراکی توکو ته لاس رسی نه درلود او د هغو ښځو په منځ کې چې د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکی او مشرې دی، د خوراکی توکو نه خوندیتوب سخت دی. د دغو ښځو شمېر د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې له ۶۹ سلنې څخه په می میاشت کې ۸۲ سلنې ته لوړ شوی دی.