د دولتی پوهنتونونو پیل او د ښځینه محصلینو اندېښنې
د دولتی پوهنتونونو پیل او د ښځینه محصلینو اندېښنې

دافغانستان د تودو سیمو په دولتی پوهنتونونو کې تدریسی بهیر بیا پیل او د هلکانو تر څنګ نجونې هم خپلو درسونو ته ستنې شوې دی ؛ټاکل شوې چې ښځینه محصلینې به له ۱۱:۰۰بجو څخه تر ۲:۰۰بجو پورې په پوهنتون کې درس وایی که څه هم دولتی پوهنتونونه د ډېر ځنډ څخه وروسته د محصلینو پرمخ […]

دافغانستان د تودو سیمو په دولتی پوهنتونونو کې تدریسی بهیر بیا پیل او د هلکانو تر څنګ نجونې هم خپلو درسونو ته ستنې شوې دی ؛ټاکل شوې چې ښځینه محصلینې به له ۱۱:۰۰بجو څخه تر ۲:۰۰بجو پورې په پوهنتون کې درس وایی که څه هم دولتی پوهنتونونه د ډېر ځنډ څخه وروسته د محصلینو پرمخ پرانستل شول خو د “وخت” پرېکړې ښځینه محصلینې اندیښمنې کړی.
خدیجه عزیزې د ننګرهار پوهنتون محصله دا پریکړه ناسمه بولی او وایی چې په کم وخت کې د یو سمستر نصاب نه پوره کېږی له بلې خوا د د غرمې ډوډۍ خوړل او د لمونځ کولو لپاره وقفه هم ددې سبب کېږی چې درسی ساعتونو وخت نورهم محدود شی چې استاد نشی کولاى په کم وخت خپل درس په سمه توګه محصلینو ته وړاندې کړی.
هغه وایی راتلونکی ګرمه هوا کې تورو حجابونو اغوستل او د دندې لرونکو محصلینو پوهنتون ته نه رسیدګی هغه ستونزې دی چې نجونې یې اندېښمنې کړې.
هغه زیاتوی چې د پوهنتونونو درسې بهیر احسان دې پرمونږ څوک نه کوی دا زموږ حق دى چې باید راکول شوى وى.
له بل پلوه ښځینه محصلینې دې ته اندېښمنې دی که درس هم ووایی دوى ته به د دندې ترسره کولو اجازه ورنکړل شی
د ننګرهار پوهنتون د ادارې چارو معاون قاضی خالد صداقت وایی (اصلا د وخت مسله ډیر د تشویش وړ نه ده
د پوهنتون ادارې د محصلینو ټول ضرورتونه په نظر کې نیولی او بیا یې پریکړه کړې.
بله دا چی له دې ورورسته ورځې هم اوږدېږی او محصلینې کولی شی له خپل تقسیم اوقات سره ځانونه برابر کړی)
هغه وویل (دا یو څرګند حقیقت دی چې د خلکو او خاصتاً د خویندو تشویشونه په دی برخه کی ختم او لا هم مخ په ختمیدو دی؛ځکه خویندو ته ټول هغه حقوق ورکړل شوی/ ورکولی کیږی چی اسلامی شریعت یې ورکوی
او ددې ډیرې بیلګې شته
مثلا تر اوسه په اداراتو کې خویندی لاهم د معمول سره سم خپلو وظیفو ته ځی او تر اوس یی د کار مخه نه ده نیول شویې.
دا په طالبانی رژیم کې لومړى ځل دى چې د دولتی پوهنتونونه د محصلینو پرمخ پرانستل کیږی.