د روانی روغتیا نړیواله ورځ،WHO وایی د روانی روغتیا د ملاتړ لپاره یې له ۳۵۰تنو څخه زیات روغتیایی کارکونکی روزلی
د روانی روغتیا نړیواله ورځ،WHO وایی د روانی روغتیا د ملاتړ لپاره یې له ۳۵۰تنو څخه زیات روغتیایی کارکونکی روزلی

خبرگزاری زنان افغان: نن د اکتوبر لسمه د روانی روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په ایکسپاڼه لیکلی چې د افغانانو د روانی روغتیا د ملاتړ لپاره یې له ۳۵۰تنو زیات روغتیایی کارکوونکی روزلی. یاد سازمان نن سه شنبه په دې خپرونه کې ویلی چې یاد روغتیا کارکوونکی یې […]

خبرگزاری زنان افغان: نن د اکتوبر لسمه د روانی روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په ایکسپاڼه لیکلی چې د افغانانو د روانی روغتیا د ملاتړ لپاره یې له ۳۵۰تنو زیات روغتیایی کارکوونکی روزلی.

یاد سازمان نن سه شنبه په دې خپرونه کې ویلی چې یاد روغتیا کارکوونکی یې د روغتیا نړیوال سازمان(WHO) ،په افغانستان کې اروپایی اتحادیه ( EU in Afghanistan)او دمخدره توکو او جرمنو په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC)په همکارۍ د افغانانو د روانی وغتیایی ملاتړ په موخه روزلی.

دغه سازمان روانی روغتیا د انسان د بنسټیز حق بولی او وایی په دې برخه کې پانګونه د ټولو افغانانو لپاره د سالم ژوند او ښه راتلونکی د تضمین لپاره حیاتی ارزښت لری.

یاد سازمان وایی ددې لپاره چې انسان روانی لحاظ صحتمن واوسی باید هیڅوک له خپلو حقونو لکه خپلواکی،روغتیا خدماتو ته لاسرسى،په ټولنه کې فعالانه برخه اخیستل او خوندیتوب څخه محروم نشی.

همدا رنګه د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې اندېښنه ښودلې چې په نړۍ کې له بشری حقونو سرغړونې او جبری کړنې عامې دی چې د شته پالیسیو او قوانینو لخوا یې ملاتړ کېږی او ډېر کمو هیوادونو ددې سرغړونو د پای ته رسولو لپاره کار کړى.

په دې راپور کې راغلې چې د روغتیا نړیوال سازمان او د بشری حقونو عالی کمیسیون په ګډه د”روانی روغتیا،بشری حقونه او قانون جوړنې” تر سرلیک لاندې نوى لارښود باندې کار پیل کړى چې څو د روانی روغتیا د ملاتړ لپاره له بشری حقونو سرغړونې پاى ته ورسوی او قوانین اصلاح کړی.

په دې راپور کې د روغتیا نړیوال سازمان عمومی رٸیس “ډاکتر ټیډ روس اډانوم غیبریوس”

له قوله ویل شوی چې دا لارښود به د هیوادنو سره مرسته وکړی چې د روانی روغتیایی پاملرنې لپاره اړین بدلونونه، روغتیایی شرایط رامنځته کړی څو ټولنیز معلولیت لرونکی خلک په ټولنه کې سالم ژوند پرمخ بوځی.

په دې راپور کې ویل شوی چې د روانی روغتیا لپاره باید اجباری کړنې او محدودیتونه پاى ته وروسول شی دځکه چې دا اعمال په فزیکی او روانی روغتیامنفی اغېزې کوی.

د روغتیا نړیوال سازمان دروانی روغتیا د ملاتړ په موخه یاد لارښود هیوادونو ته وړاندیز کوی چې د خپلو ملی شرایطو،ژبې،کلتوری حساسیتونو،حقوقی سیسټمونو او د بشری حقونو معیارونو ته په پام سره پلى کړی.

نن د اکتوبر لسمه روانی روغتیا نړیواله ورځ (روانی روغتیا یو بشری حق دى)ترشعار لاندې په داسې حال کې رسېږی چې ډېرى افغانان د طالبانو د محدودیتونو او په ګڼو برخو کې پر ښځو د بندیزونو له امله په روانی نارغیو اخته دی.