د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان روغتیایی مرکزونو ته طبی کیټونه برابر کړل
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان روغتیایی مرکزونو ته طبی کیټونه برابر کړل
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي اعلان کړی، چې د ژمي په رارسېدو سره یې د خپل پروګرام د یوې برخې په توګه په ۲۲ ولایتونو کې له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټنه طبي کیټونه او د اړتیا وړ درمل مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی اعلان کړی، چې د ژمی په رارسېدو سره یې د خپل پروګرام د یوې برخې په توګه په ۲۲ ولایتونو کې له ۱۶۶ روغتیایی مرکزونو سره د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټنه طبی کیټونه او د اړتیا وړ درمل مرسته کړې ده.

دغې ادارې ویلی چې دغه مرستې به د ژمی په موسم کې په لرو پرتو سیمو کې شاوخوا ۸۰۰ زره ناروغانو ته اړین روغتیایی خدمات تضمین کړی.

د روغتیا د نړیوال سازمان استازی ویلی چې له خپلو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسی ښه والی او په محرومو سیمو کې د خلکو ژوند وژغوری.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د مرستو کمېدو د افغانستان پر روغتیایی سیستم منفی اغېز کړی دی.

په دې دریو کلونو کې د افغانستان روغتیایی مرکزونه د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ شوی دی.

او ځینې ​​نور مرکزونه هم تړل شوی دی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس