د سختو ورځو خبریالان
د سختو ورځو خبریالان

وایی” اتلولی دا نه ده چې ته یو کار په سم چاپیریال او سمو شرایطو کې په ښه شکل سرته ورسوې؛ بلکې اتلولی داده چې په سختو شرایطو کې یو کار په سم شکل مخ ته یوسې ” د نننیو ورځو خبریالانو ته باید د سختو ورځو خبریالان څه چې د سختو ورځو اتلان وویل […]

وایی” اتلولی دا نه ده چې ته یو کار په سم چاپیریال او سمو شرایطو کې په ښه شکل سرته ورسوې؛ بلکې اتلولی داده چې په سختو شرایطو کې یو کار په سم شکل مخ ته یوسې ” د نننیو ورځو خبریالانو ته باید د سختو ورځو خبریالان څه چې د سختو ورځو اتلان وویل شی
ځکه اوس وخت کې تر هرچا همدوى د خطر لومړۍ کرښې کې خپله دنده د سر په قیمت د حقایقو معلومولو ،پیښې تر خبری پوښښ لاندې راوړلواو خلکو ته یې د رسونې رسالت سرته رسوی.

د اوسنیو خبریالانود سختو ورځو خبریالانو اصطلاح کارول به کومه بده خبره نه وی ځکه دوى سربېره پردې چې د سختو ننګونوسره مخ دی بیا هم خپل کار په ښه شکل سرته رسوی ددوی جرئت،زړورتیا او کار د ستاینې دى .
اوسنی وخت خبریالان ځکه اتلان دی چې د نورو وختونو په پرتله له ډېرو ستونزو،ننګونو،د حاکم رژیم لخوا محدودیتونواو ګواښونو سره مخ دی.
هغه ستونزې او ننګونې چې اوسمهال خبریالان ورسره مخ دی په لاندې ډول دی:
-د طالبانو له لورې نوی بندیزونه: پر افغانستان د طالبانو دوهم ځل لپاره تسلط سره سم طالبانو مختلف بندیزونه پرخبریالانو لګولی لکه له رسنیزدفترته د ښځینه خبریالانو ورتګ منع کول چې د طالبانو لری راتک سره سم یې ښځینه خبریاله د ملی ټلوېزیون له دروازې شړلې وه او ورته د ورتګ اجازه نه وه ورکول شوې، له هغه وخت وروسته دډېرو رسنیو لخوا ښځینه خبریالانې له دندې لرې کړاى شوې او ځینو یې خپله دنده پرېښوده.
– اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسى محدود شوى:زیاتره وختونه خبریالان چې پیښو ته خبری پوښښ ورکوی او د طالب چارواکو نظرونه غواړی هغوى(طالبان) نه حاضرېږی دې ته نه حاضرېږی چې خبریالانو ته معلومات ورکړی.
خبریالان د باربار تماسونو او د طالبانو دفترونو ته ورتګ څخه ناامیده د نیمګړو معلوماتو سره خپل دفتر په لور روان شوی.

-سرچینو کموالی سره مخ دی:هر کله چې خبریال غواړی پیښې راپور کړی نو سرچینې نه حاضرېږی چې رسنیو سره خبری وکړی مثلا: د نامعلومه وسلوالو لخو د ملکی وګړی،د تېرنظام سرتېری وژنه او یاهم د طالبانو لخوا د ملکی وګړی وژنه،او د مخالفینو لخوا د طالب عسکرو وژنې په هکله اړونده سرچینې نه حاضرېږی چې رسنیو سره خبری وکړی.
-ځورونه:زیاتره داسې پیښې شته چې خبریالان د خپلې دندې پرمهال د طالبانو لخوا ځورول شوی، کیمری ترې اخیستل شوی معلومات ترې پاک شوی او د طالبانو لخوا ورسره له زور زیاتی کار اخیستل شوى.
-د طالبانو لخوابندی شوی:ځینی وختونه خبریالان د طالب استخباراتو لخوا وړل شوی په میاشتو میاشتو په زندان کې ساتل شوی او په زندان کې ورسره ډېر بد چلند شوى.
-وهل او ټکول شوی:د پیښو خبری پوښښ پرمهال ډېر خبریالان د اسلامی امارت عسکرو لخوا وهل شوی چې د ښځو د لاریونونو پرمهال د طالب عسکروله لورې د ځینو خبریالانو وهل یې ښکاره بېلګه ده.
-د دندې له لاسه ورکول: پر افغانستان دطالبانو له حاکمیت څخه وروسته دوى هڅه کوی پر هر څه خپل واک او اختیار ولری، د رسنیو آزادی ترې هم مستثنى نه ده،دوى هڅه کوی چې رسنۍ او خبریالان مجبور کړی ترڅو ددوى په خوښه،ګټه او پلوۍ خپرونې او راپورونه نشر کړی؛ ډېرې رسنۍ خپل فعالیتونه ودرول او خپل دفترونه یې وتړل، ځینی خبریالان خپلو دندو پرېښودلو ته مجبور شول چې زیاتره یې ښځینه خبریالانې وې.
د بې پولې خبریالانو ټولنې ارزونې له مخې چې د تېر کال په ډسمبر کې یې ترسره کړې وه ویلی چې ۶۴۰۰خبریالانو چې له جملې یې ۸۰سلنه ښځینه خبریالانې دی خپلې دندې له لاسه ورکړی.
-مالی ستونزې: ځینی خبریالان بیا له مالی ستونزو سره مخ دی او ځینو رسنیو د مالی ستونزو له امله ډېرى کارکونکی/کارونکې له دندو لرې کړی چې زیاتره یې ښځینه خبریالانې دی.
-محدودیتونه:
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا د رسنیو او خبریالانو نوی محدودیتونه هم ددې لامل شوى چې خبریالان له خپلو دندو زړه توری شی لکه د ښځینه خبریالان حجاب مراعتول،د ډرامو او تمثیلی پروګرامونو بندیز چې لوبغاړې یې ښځینه وی.له بله پلوه اسلامی امارت رسنیو ته امر کړى هغه سوداګریز اعلانونه چې سیاسی،امنیتی او یاهم ټولنیزه محتوا ولری د طالبانو له همغږۍ پرته دې نه خپروی چې په دې کړنې د رسنیو او خبریالانو آزادی سلب شوې او فعالیتونه یې محدود شوی.
د پایلې په توګه ویلى شو چې اوسنی وخت کې د حاکم رژیم لخواد خبریالانو آزادی،د نیوکې حق اخیستل شوى او هغه خبریالان او رسنۍچې ددوى(طالبانو) له خوښې پرته ددوى پرخلاف خپرونې او راپورنه چمتو او خپروی له ګواښ سره مخ کړی خبریالان وهی،بندی کوی یې،ځوروی، دندې پرېښودو او مهاجرت ته یې اړ کوی.
د رسنیو داخلی بنسټونه دې په خپواکه توګه د خبریالانو ملاتړ وکړی او د ستونزو حل لپاره دې ورته لازمې حلارې پیدا او عملی کړی، همدارز د رسنیو ملاتړ نړیوال بنسټونه دې هم دافغان خبریالانو ملاتړ وکړی نړیواله ټولنه دې طالبانو باندې فشار راوړی ترڅو طالبان د خبریالانو سره د هر راز تاوتریخوالی څخه لاس واخلی او د رسنیو خپلواکۍ ته احترام وکړی.