په کندهار ولایت په مرکز عینومینه ښارګوټي کې نامعلومو وسله والو لخوا د پخواني حکومت یو سرتېری په ډزو وژلی دی. يوې باوري ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي نن سه شنبه د “حوت ٩مه” خبري گزاری زنان افغان ته وويل، چې دغه پخوانى سرتېرى عبدالمطلب نومېږي او تېره يکشنبه يې […]
په کندهار ولایت په مرکز عینومینه ښارګوټي کې نامعلومو وسله والو لخوا د پخواني حکومت یو سرتېری په ډزو وژلی دی.
يوې باوري ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي نن سه شنبه د “حوت ٩مه” خبري گزاری زنان افغان ته وويل، چې دغه پخوانى سرتېرى عبدالمطلب نومېږي او تېره يکشنبه يې د کور مخې ته موندل شوى دى.
د سرچينې په وينا، عبدالمطلب د لغمان ولايت اصلي اوسېدونکى و او له څو کلونو راهيسې په عينو مېنه کې اوسېده. نوموړي د کندهار په ارغنداب او ژېړۍ ولسواليو کې د ملي اردو د لوا د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
د کندهار امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو یو نیم کال کې د پخواني حکومت په سلګونو عسکر نیول شوي، بندیان شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.
خبرگزاری زنان افغان