د “سیګار” نوی راپور: طالبانو افغان مېرمنې په کور کې په بند محکومې کړې دي
د “سیګار” نوی راپور: طالبانو افغان مېرمنې په کور کې په بند محکومې کړې دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) وايي، طالبانو افغان مېرمنې په کور کې د نظر بندۍ په سزا محکومې کړې دي. د دې ادارې مشر جان سیپکو د امریکا کانګرس ته په خپل ۵۸م راپور کې ویلي چې افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو له دوام سره سره […]

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) وايي، طالبانو افغان مېرمنې په کور کې د نظر بندۍ په سزا محکومې کړې دي.
د دې ادارې مشر جان سیپکو د امریکا کانګرس ته په خپل ۵۸م راپور کې ویلي چې افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو له دوام سره سره طالبانو پر ښځو خپل بندیزونه زیات کړي دي.

د سیګار د دغه راپور په دوام کې راغلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې تر شپږم ټولګي او تر پوهنتونه د نجونو او ښځو زده کړه غیر قانوني ده.

سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند په بنسټیز کولو سره اوس دا پوښتنه راپورته کېږي، چې ایا امریکا د طالبانو له ګټو او ملاتړ پرته له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکولی شي؟

سيګار وويل، امريکا د ستر بشري مرستندويه هېواد په توګه د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته په اوونۍ کې څلوېښت ميليونه ډالره مرسته ورکوي، خو که څه هم دا مرستې بشري بڼه لري، خو ښايي په غير ارادي ډول په ملي او نړيواله کچه طالبانو ته مشروعيت ورکړي. .

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش ټینګار وکړ چې امریکا باید په دې غور وکړي چې طالبانو تر ډیره حده ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې کړي او د دوی دغه اقدام د افغانستان اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې ده.

یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې وايي، د طالبانو حکومت له ټولنې څخه د ښځو د بشپړ له منځه وړلو هوډ لري.

سیګار په دغه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې امریکا افغانستان او افغان کډوالو ته له اته میلیارده ډالرو ډېره مرسته کړې، چې له دې جملې څخه دوه میلیارده یې د بشري او پراختیايي مرستو په برخه کې او ۳.۵ میلیارده یې د پیسو د صندوق په برخه کې دي. د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د افغانانو د ایستلو لپاره ۲.۷ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.

خو د دې ادارې په وینا دا نه ده څرګنده چې څومره مرستې به اړمنو کسانو ته ورسېږي او دا تضمین هم نشته چې د مرستو رسول یا بندول به د طالبانو د چلند په بدلولو کې بریالي شي.

د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، په ډېرو دولتي او نادولتي دفترونو کې د ښځو له کار کولو منع کول، په اوږدو لارو کې له محرم پرته د سفر بندیز، د حجاب اجباري کول او تفریحي پارکونو او سټېډیمونو ته پر تګ بندیز هغه مهم بندیزونه دي. په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو مسلط شوي او نجونې یې نیولې دي.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#