د طالبانو حکومت که د ښځو پرضد سیاست
د طالبانو حکومت که د ښځو پرضد سیاست

دا دوهم ځل دى چې طالبانوافراطی ډله پر افغانستان ولکه ترلاسه کوی خو که تېرې او دې (نوې) دورې ته یې وګورو دوى زیاتره قوانین او فرامین د ښځو په هکله خپاره کړی او خپروی یې. شااوخوا نهه میاشتې کېږی چې طالبانو پر افغانستان نامشروع واک ترلاسه کړى چې ددې واک او تسلط څخه په […]

دا دوهم ځل دى چې طالبانوافراطی ډله پر افغانستان ولکه ترلاسه کوی خو که تېرې او دې (نوې) دورې ته یې وګورو دوى زیاتره قوانین او فرامین د ښځو په هکله خپاره کړی او خپروی یې.
شااوخوا نهه میاشتې کېږی چې طالبانو پر افغانستان نامشروع واک ترلاسه کړى چې ددې واک او تسلط څخه په استفادې یې د نورو قوانینو او قواعدو په پرتله د ښځو په هکله ډېر قواعد او اصول رامنځته کړی.
دوى لومړى ښځې د رنګونو څخه محرومې کړې؛داسې چې ښځینه باید تېز رنګه لباس پرتن نه کړی،جیګې څپلۍ دې نه په پښو کوی،له محرمه پرته دې له کوره نه وځی،په دولتی ادارو کې دې کار نه کوی،حجاب دې پرتن کړی چې ددوى د مکتوب له مخې چادرې یا برقعه د حجاب بهترین ډول بلل شوى،له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پرمخ ښوونځیو دروازې تړل شوی،تر یو وخته پورې د ښځینه محصلینو پرمخ پوهنتونونه هم بند و،د عطرو لګولو هم منعه شوې،د مدنی فعالیتونو د ترسره کولو اجازه نه ورکول کېږی،د موټر چلولو اجازه نه لری،
ښځې دې پارک ته په محدودو ورځو ولاړې شی،
ښځې دې بې محرمه سفر نه کوی،ښځې دې له نارینوو سره دفترونه بیل کړی،ښځې دې له ضرورت پرته له کوره نه راوځی،ښځې چې له نامحرم سره مخ کېږی نو یوازې دوې سترګې به یې ښکاری،ښځې دې د ښاری موټرونو په مخکې سیټ کې نه کینی،ښځې دې په کومو ورځو پوهنتون ته ورشی،ښځې دې په کومو ورځو د ادارو ستونزو د حل لپاره ادراو ته مراجعه وکړی،ښځې دې اعتراض نه کوی ځکه ددوی په اصطلاح غربی او غیر اسلامی حقوق غواړی…
دې ټولو بندیزونو او اصولو ته په کتو انسان حیران شی چې د طالبان اوس سیاست کوی که د افغان ښځینه قشر د ځپلو تګلاره مخ ته وړی.
که دوى پلمه دا کوی چې د فحشاء له منځه وړی خو دا پلمه یې بې بنسټه ده ځکه یوازې ښځه خو د فحشاء منبع نه ده او نه ګناه یوازې له ښځو صادرېږی! له بله پلوه
دوى ښځې له کار کولو منع کړې،هغه ښځې چې له کارکولو منعه شوې ډېره زیاته فیصدی یې د کور سرپرستی پرغاړه لری،دا او کورنۍ یې لوږې سره مخ دی طالبان دوى په لوى لاس مجبوروی چې یا سوال غوښتلو ته لاس اوږد کړی او یا فحشاء او بدکارۍ ته لمن ووهی اوس نو تاسو فکر وکړئ چې دوى فحشاء له منځه وړی که ایجادوی یې؟
که دوى د حجاب مراعاتول د زنا د مخنیوی او تېز رنګه لباس د نارینه و د پاملرنې جلبولو څخه د مخنیوی په موخه منع کوی آیا هغه ښځینه چې چادری په سروی د سړیو له ازاره په آمن دی؟
آیا دوى هغه تنکی ځوانانو ته هم حجاب د مراعاتولو سپارښتنه کوی چې د ددوى د حکومتی چارواکو، بډایه خلکواومدارسوکې ترې جنسی استفاده کېږی؟
خو نه!
د طالبانو دښمنی یوازې ښځو سره ده ځکه د کابل نیولو سره سم یې د ښځو چارو وزارت لغوه کړپه ځینو ولایتونو کې یې ورته اور ورته کړ او ودانۍ ورته وسوځولې. له دې کړنو یې معلومیږی چې طالبان د افغانستان نیم نفوس(ښځې) له خپلو اسلامی حقوقو بې برخې کړی او لا یې دا چاره د نړیوالو غبرګونونواو نیوکو باوجودجاری ساتلې.

خلاصه دا چې طالبان ښځو ته د شرم په سترګه ګوری، د حیرانتیا خبره به نه وی که ووایو دوى به یوه ورځ د جاهلیت زمانې په شان د ښځو شتون له منځه یوسی.
که طالبان واقعا هم غواړی پر افغانستان حکومت وکړی؛
ښځې دې تر فشار لاندې نه راولی،ددوى شرعی،بشری،قانونی او ټولنیز حقونه دې ورکړی؛ ځکه افغانی میرمنې څوارلس کاله پخوا مسلمانې شوې،حجاب له پخوا د دوى دود و،تعلیم او تحصیل ددوى اسلامی حق دى طالبان دې نجونې ترې نه محروموی،د کار اجازه دې ورکړی ترڅو ددندې له لارې حلاله نفقه کور ته راوړی ورسره به فقر له منځه لاړ شی کله چې په ټولنه کې فقر له منځه لاړ شی د جرایمو ګراف هغې ټولنې کې صفری کچې ته ښکته کېږی.
د ښځې له کاره منع کولو پرځاى دې سوال کوونکې ښځې له بازاره راټولې کړی او د کار زمینه دې ورته برابره کړی ترڅو له فقره خلاصې شی،یوه منظمه او ځانګړې اداره یا اورګان دې د ښځو لپاره رامنځته کړی ترڅو د ښځو ستونزو ته رسیدګی وکړی…
لویان وایی “ړنګول
هر څوک کولاى شی خو آبادول هرڅوک نشی کولاى”