د اسلامی امارت د تعلیم او تربیې سرپرست وزیر نورالله منیر د امریکا د تعلیمی پراختیا د پروګرام له مشر رون مک کیمن سره له کتنې وروسته د انلاین تعلیمی پروګرام د بندیدو اعلان وکړ. د پوهنې وزارت پرون (د سنبلې ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوهنې […]
د اسلامی امارت د تعلیم او تربیې سرپرست وزیر نورالله منیر د امریکا د تعلیمی پراختیا د پروګرام له مشر رون مک کیمن سره له کتنې وروسته د انلاین تعلیمی پروګرام د بندیدو اعلان وکړ.
د پوهنې وزارت پرون (د سنبلې ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوهنې د پراختیا د پروګرام مشر په پام کې لری چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د انلاین زده کړو لړۍ پیل کړی.
د پوهنې وزارت د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، چې د دغه وزارت سرپرست نورالله منیر افغانانو ته د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو له پرېکړې څخه ستاینه کوی.
اوس مهال اسلامی امارت په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځی ته د تلو اجازه نه ورکوی.
خبرگزاری زنان افغانستان