د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی ویلی چې نظام نه په تنګ نظرۍ چلېږی او نه په پراخ نظرۍ بلکی معتدله شرعی لار په کار ده. ستانکزی د خپلو خبرو پر دوام په هیواد کی د نجونو پر زده کړو بندیزونو ته په اشارې ویلی چې ښځی د افغانستان د […]
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی ویلی چې نظام نه په تنګ نظرۍ چلېږی او نه په پراخ نظرۍ بلکی معتدله شرعی لار په کار ده.
ستانکزی د خپلو خبرو پر دوام په هیواد کی د نجونو پر زده کړو بندیزونو ته په اشارې ویلی چې ښځی د افغانستان د ټولنی نیمایی برخه جوړوی او هغوی حق لری چی زده کړی وکړی او دا د حکومت دنده ده چې ورته د تعلیم زمینه برابره کړی.
نوموړی وویل، افغانستان کې ډیرو نورو برخو ترڅنګ ښځو ته هغه حقونه هم ندی ورکړل شوی چې اسلام یې ورکوی ښځې د ټولنې برخه ده او له افغان ښځو د تعلیم حق اخیستل شوی دوی ته باید دغه حق ورکړل شی.
هغه زیاتوی:« په کلیو کې د ښځو شرعی حقوته چا ندی ورکړی، تر اوسه پیغله یا کونډه خپل اختیار نه لری چې میړه وکړی، افغانستان کې تعلیم شته خو میرمنو ته چا دغه حق نه دی ورکړی. دا ښځې به اسلام او شریعت چیرې زده کوی خو، په مدرسه او مکتب کې به یې زده کوی کنه. دا د حکومت وظیفه ده چې په یوځای کې فساد وی مخنیوی یې وکړی. ښځو ته باید هغه حقونه ورکړل شی چې زموږ خدای، رسول او زموږ افغانی دود او دستور ورکړی».
هغه دا هم ویلی، چې ښځې د هیواد نیمایی نفوس تشکیلوی او له ښوونځیو د دوی راګرځول د هیواد د نیمایی نفوس حق خوړل دی.
ده په خپله وینا کې پر طالبانو غږ کړی چې باید خپلې تګلارې د ولس غوښتنو ته په کتو جوړې کړی، که نه نو، د حکومت موده به یې ډیره لنډه وی.
یاده دې وی چې واک ته د طالبانو رسیدو سره سم د شپږم ټولګی پورته ښوونځی دنجونو پرمخ وتړل شول او طالبان وایی، تر هغې چې مناسب شرایط نه وی برابر شوی د نجونو پرمخ به ښوونځی تړلی وی.