د افغانستان د معاصرو هنرونو د مرکز مشر رهرو عمرزاد وایی، د طالبانو له خوا پر ژوندیو انځورونو بندیز نه یوازې دا چې په افغانستان کې هنر او د بیان پر ازادۍ فشار راوړی.
دا هم نړیواله ټولنه د هیواد دننه له واقعی حالت څخه ناخبره کوی.
هغه له ایکوولا مجلې سره په مرکه کې وویل: “دا بندیز په مؤثره توګه د طالبانو ورځنۍ پیښې، ظلم، شکنجه او یو شمیر سیاسی، حقوقی او بشری سرغړونې د نړۍ له سترګو پټوی.”
طالبانو په خپل نوی قانون کې چې د (د امر به معروف اونهی ان منکر قانون) تر سرلیک لاندې په خپل نوی قانون کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپراوی بندیز لګولی او د دغه قانون له تصویب وروسته د تخار ولایت په یو شمېر تلویزیونونو کې خپرونې بندې شوې دی.
په بادغیس ولایت کی هم بندیز رامینځته شوی دی
خو د افغانستان د معاصرو هنرونو د مرکز مشر وایی، طالبان له دغه قانون څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلی تر څو پر رسنیو د فشار او سانسور او د «جرمونو او قانونی فشارونو» د پوښښ مخه ونیسی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس