د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې جنسیتی نابرابرۍ لاپسې ژورې کړی دی
د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې جنسیتی نابرابرۍ لاپسې ژورې کړی دی
له زده کړو بې برخې یو شمېر نجونې وايي، چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې کورنۍ اړې شوې، چې کوژدې او واده وکړي.

له زده کړو بې برخې یو شمېر نجونې وایی، چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې کورنۍ اړې شوې، چې کوژدې او واده وکړی.

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې یوې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی سرچینو ته وویل چې شاوخوا دوه کاله وړاندې له شپږم ټولګی فارغه شوه او نهم ټولګی ته له تلو منع شوه. د طالبانو د حکومت د بندیز له امله د هغې کورنۍ په څوارلس کلنۍ کې له یوه ۳۷ کلن سړی سره واده وکړ.

کله چې ښوونځی وتړل شو، زه ځوان وم، یعنی په اووم ټولګی کې وم، زموږ اقتصادی وضعیت ډېر خراب شو، ذهنی ستونزه مې درلوده، لږ ناروغه هم وم، وروسته مې کورنۍ له سپین ږیرې سره واده وکړ. اوس زه دوه ماشومان لرم.

د نجونو د ښوونځیو تړل د کم عمره اجباری ودونو د زیاتوالی لامل شوی دی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس