د طالبانو پر ضد د قانونی اقدام لپاره د ۲۶ هېوادونو ملاتړ
د طالبانو پر ضد د قانونی اقدام لپاره د ۲۶ هېوادونو ملاتړ
٢٦ هېوادونو د جرمني، اسټراليا، هالنډ او کاناډا په ګډون د څلورو هېوادونو د هغه نوښت ملاتړ کړى چې طالبان يې په سيستماتيک ډول د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې په تور محاکمې ته راکش کړي دي.

۲۶ هېوادونو د جرمنی، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا په ګډون د څلورو هېوادونو د هغه نوښت ملاتړ کړى چې طالبان یې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې په تور محاکمې ته راکش کړی دی.

د دې اعلامیې پر بنسټ، په دغو هېوادونو کې البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، چیلی، کروشیا، فنلنډ، هندوراس، آیرلنډ، آیسلنډ، جنوبی کوریا، لاتویا، لیختنسټاین، لوګزامبورګ، مالاوی، مراکش، مالدووا، مونټینیګرو، رومانیا، سلووینیا، اسپانیا، سویډن، استرالیا، کاناډا، جرمنی او هالنډ شامل دی.

دغو هېوادونو په دې اعلامیه کې ویلی چې دوی په افغانستان کې له بشری حقونو څخه په پراخه او سیستماتیک ډول سرغړونې او له هغوی څخه ناوړه ګټه اخیستنه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتی تبعیض غندی.

د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت هم ویلی چې له سیاسی پلوه طالبان د افغانانو د مشروع استازو په توګه نه پیژنی.

د دغې اعلامیې له مخې، د افغانستان د بشری حقونو د مکلفیتونو نه پوره کول له طالبانو سره د اړیکو د عادی کولو پر وړاندې یو اساسی خنډ دی

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس