په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت پخوانی سفیر او د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون اوسنی غړی فداحسین مالکی له طالبانو سره پر اړیکو د جدی بیاکتنې غوښتنه کړې او ویلی یې دی چې دوی د اعتماد وړ نه دی. .
د اسلامی شورا دغه غړی د ایران د ولسمشر مرستیال مسعود پزشکیان ته ویلی، چې طالبان د باور وړ نه دی، خو ځینې یې د دې ډلې د پاکولو په لټه کې دی.
اسلامی جمهوریت ورځپاڼې د ښاغلی مالکی له قوله لیکلی، چې “طالبانو د هیرمند له منلو انکار کړی او سخته وچکالی یې رامنځته کړې او د سیمې خلکو ته یې جدی ننګونې رامنځته کړې، نو په نورو مواردو کې به د باور وړ نه وی”.
ښاغلی مالکی د ایران ولسمشر ته په خندا سره وویل چې طالبانو طبیعی سېلاب د ایران لپاره یو ګواښ بللی او دا احتمال په نورو مسایلو کې هم شته.
فداحسین مالکی د محمود احمدی نژاد د ولسمشرۍ پر مهال له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۲ کلونو پورې په کابل کې د ایران سفیر و.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس