د غازی امان الله خان لور”شهزادګۍ هندیه” په روم کې د ۹۴کالو په عمر وفات شوه
د غازی امان الله خان لور”شهزادګۍ هندیه” په روم کې د ۹۴کالو په عمر وفات شوه

د غازی امان الله خان لور”شهزادګۍ هندیه” په روم کې د ۹۴کالو په عمر وفات شوه   د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی پاچا غازی آمان الله لور شهزادګۍ هندیه د۹۴کالو په عمر د ایټالیا په روم کې وفات شوه. د نوموړې لور ثریا ملک د خپلې مور مړینه په فیسبوک کې تایید کړې. هغې په […]

د غازی امان الله خان لور”شهزادګۍ هندیه” په روم کې د ۹۴کالو په عمر وفات شوه

 

د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی پاچا غازی آمان الله لور شهزادګۍ هندیه د۹۴کالو په عمر د ایټالیا په روم کې وفات شوه.

د نوموړې لور ثریا ملک د خپلې مور مړینه په فیسبوک کې تایید کړې.

هغې په خپله فیسبوک پاڼې لیکلی”مور مې د اکتوبر په ۱۳مه نېټه دشااو خواد ماښام په ۷بجو د ایټالیا په روم ښار کې خپل روح حق ته وسپاره”

شهزادګۍ هندیه د امیرآمان الله خان ترټولو اولادونو کشر لور وه چې په ۱۹۲۹م کال د مومبی ښار کې زېږدلې وه.

د نوموړې لور ثریا پخپله فیسبوک پاڼې د لیکلی چې مور یې په افغانستان کې د تیرو څلورو لسیزو ناخوالو په ترڅ

کې په دوامداره توګه هڅه کوله چې د خپلو هیوادوالو د مرستې لپاره د نړۍ ملاتړ ترلاسه کړی او دټپیانو او ناروغانو درملنه وکړی.

هغې لیکلی” شهزادګۍ هندیه په پرله پسې توګه د اروپا په مختلفو ښارونو کې د( ۱۹۹۶څخه تر۲۰۰۱ کلونو)د ښځو په وړاندې د طالبانو ځپونکی سیاستونوته د نړۍ د پام اړولو لپاره او په جمهوری دورو په دوو لسیزو کې د هغه غیر انتفاعی او نه ستړی کیدونکی فعالیتونه کړی”

په وینا یې د نوموړې د جنازې او فاتحې مراسم په خصوصی توګه او د کورنۍ په منځ کې ترسره شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې د شهزادګۍ هندیه په مړینې ډېرو افغانانو خواشینی څرګنده کړې.