کندهار ولایت کې د « قلم لار» ټولنې داسې مهال ګرځنده ښوونځی او کتابتون جوړ کړی چې افغانستان کې لا هم د نجونو پر مخ ښوونځی تړلی دی او طالبانو تر اوسه تر شپږم ټولګی پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نده ورکړې. د « قلم لار» ټولنې د افغانانو په مالی ملاتړ په […]
کندهار ولایت کې د « قلم لار» ټولنې داسې مهال ګرځنده ښوونځی او کتابتون جوړ کړی چې افغانستان کې لا هم د نجونو پر مخ ښوونځی تړلی دی او طالبانو تر اوسه تر شپږم ټولګی پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نده ورکړې.
د « قلم لار» ټولنې د افغانانو په مالی ملاتړ په زرنج موټرسایکل کې داسې یو ګرځنده کتابتون او ښوونځی جوړ کړی چې غواړی له دې لارې د لېرې پرتو سیمو زده کوونکی زده کړو ته وهڅوی.
دغه ښوونیز بنسټ د کندهار له یوې لېرې پرتې سیمې زدهکوونکو ته په زده کړو ورکولو پېل کړی او وایی، چې له دې لارې به زده کوونکی هره ورځ یو نوی څه زده کړی.
د قلم لار ټولنې دغه عمل ته افغانان د یوه نوښت په سترګه ګوری
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماشومانو زده کړو ته پکې ډېره کمه توجو شوې، په دغه هېواد کې تر ډېره هغه ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لری چې په لېرې پرتو سیمو کې ژوند کوی.
خو اوس د ماشومانو او ښوونځی تر منځ دا هر ډول واټن مخ په ختمېدو دی او دغه افغان ماشومانو ته د یوه روښانه راتلونکی له پاره هیلې ورکول کېږی.
په افغانستان کې د قلم لار (pen path) ټولنې مشر مطیع الله ویسا خبرگزاری زنان ته وویل، دا ډول ښوونځی او کتابتون یې ځکه رامنځته کړ ترڅو د ټول هېواد په لېرې پرتو ولسوالیو کې نجونې او هلکان زده کړو ته لاس رسی ولری.
ویسا وایی، د دې زرنج موټرسایکل په مرسته به دوی وکولای شی چې له لومړی څخه بیا تر نهم ټولګی پوری ټولو هغه ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړی چې په خپلو ولسوالیو او کلیو کې له درس ویلو څخه بې برخې شوې وی.
دی زیاتوی، دغه ګرځنده ښوونځی او کتابتون به په کلی او ولسوالیو کې د خلکو پر ژوند ډېره مثبته اغیزه وکړی ځکه په خبره یې چې د سهار له خوا به دغه ښوونځی ماشومانو ته تدریس کوی او د مازدیګر له خوا به د کلی ځوانانو او سپین ږېریو ته عامه پوهاوی ورکوی څو خپل ورځنۍ چارې په ښه ډول پرمخ یوسی.
د قلم لار ټولنې مشر وایی، دوی ځکه له زرنج موټرسایکل څخه د ښوونځی او کتابونو له پاره ګټه اخلی چې مصرف یې کم دی او په آسانۍ سره تر ډېرو سیمو تللای شی.
دغه ګرځنده ښوونځی او کتابتون به زرنج موټر سایکل کې جوړ شوی
هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د اوس له پاره یې یواځې په کندهار کې دا ګام پورته کړی او په راتلونکی کې پلان لری چې د افغانستان په هر کلی کې ماشومان د دغه ښوونځی او کتابتون له ګټې برخمن شی.
هغه زیاتوی:«اوس موږ نه شو کولای چې په هر کلی کې یو یو ښوونځی او کتابتون جوړ کړو مګر له همدا یوه زرنج څخه موږ کولای شو چې په ډېر کم مصرف سره هم ښوونځی جوړ کړو او هم کتابتون، دغه زرنج په ېوې خوا کې یو غټ ټلویزیون لری چې په انلاین او افلاین ډول به ماشومانو ته تدریس ورکوی او په دا بلې خوا کې کتابتون لری چې هر ډول کتابونه پکې شتون لری.»
ویسا وایی، دا یې یو له تر ټولو لویو ارمانونو څخه دی چې د افغانستان هر ماشوم ښوونځی او کتابتون ته لاس رسی ولری تر څو په ډېرې آسانۍ سره وکولای شی خپل مطالعه وکړی او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلی.
د هغه په وینا، چې اوس وخت د افغان ماشومانو د ښه تدریس له پاره په انلاین او افلاین شکل ورسره ۲۴۰۰ ښځېنه او نارینه ښوونکی په رضاکارانه ډول کار کوی او د هغوئ ټول مالی امکانات دوی په خپلو پیسو برابروی.
د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا وایی، دا یې تر ټولو لوی ارمان دی چې افغان ماشومان زده کړو ته لاس رسی پیدا کړی
د افغانستان په ډېر شمېر ولسوالیو کې داسې هلکان او انجونې هم اوسېږی چې د تېرو شلو کلونو په موده کې یې ښوونځیو ته تګ یو له تر ټولو لوی ارمانونه څخه و، د ځینو دا آرمان پوره شو خو ځینې یې بیا تر اوسه پورې د پوره کېدو په تمه ناست دی.
همدارنګه د طالبانو د حکومت په راتګ سره تر شپږم ټولګۍ پورته هغه ټولې نجونې چې پخوا به خپلو ژده کړو ته تللې اوس پر کور ناستې دی.
آرزو سادات د یوولسم ټولګی یوه له هغو نجونو څخه ده چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره اوس پر کور ناسته ده او نه شی کولای چې خپلو درسونو ته ادامه ورکړی.
دغه زده کوونکې وایی، له اتو مېاشتو را وروسته یې مکتب ته تګ اوس په یو خوب بدل شوی.
آرزو د قلم لار ټولنې دغه اقدام ډېر مثبت او پر ځای یادوی او په خپلو خبروکې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوی چې ټولو نجونو ته اجازه ورکړی څو د دې په شمول ټولې نجونې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړی.
دې د «قلم لار» ټولنې له مسوولینو څخه وغوښتل چې په راتلونکی اقداماتو کې له شپږو ټولګی پورته ټولو انجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې تر څو دوی هم خپلو هیلو ته ورسېږی.
آرزو وایی: «موږ د طالبانو څخه غوښتنه کو چې نجونو ته د درس ویلو اجازه وکړی، ډېرې ورځې تېرې شوې خو زموږ سرنوشت لا ندی معلوم، مطیع الله ویسا او دقلم لار ټولنې نور مسوولین دې موږ ته هم د درس ویلو زمینه برابره کړی موږ تر څه وخته بې سرنوشته کښېنو.»
په ورته وخت کې د نظر خاوندان هم د دې کار ستاینه کوی او دا د افغانستان د ابادۍ له پاره یې یو مثبت ګام یادوی.
دغه کسان وایې په دې کار سره به ډېرو ماشومانو ته د زده کړو او ډېرو لویانو ته د عامه پوهاوی زمینه برابره شی.
احمد خبرگزاری زنان ته وویل، کوم نوی ابتکار چې د «قلم لار» ټولنې له طریقه اوس د عملی کېدو په حال کې دی باید ډېر وستاېل شی تر څو نور کسان هم تشویق شی.
هغه وایې، په دې اقدام سره به ډېر کسان وکولای شی چې کتابونو او زده کړو ته لاس رسی پیدا کړی.
د هغه په خبړه، چې د طالبانو حکومت او نړیوال سازمانونه باید دا ډول سیار ښوونځی حمایت کړی تر څو د یادو ښوونځیو او کتابونو شتون دوامداره شی.
احمد زیاتوی، چې دا ډول کتابونه به وکولای شی چې ماشومانو او ځوانانو ته د مطالعې په اړه نوی ذهنیت او نوی هیلی ور وبخښی.
دهغه په وینا، دا لړۍ باید د افغانستان په ټولو ولایتونو کې سراسری عملی شی ځکه په خبره یې اوس وخت ډیر افغان ماشومانو او ځوانانو له زده کړو کولو محرومه دی.
د چارو کارپوهان وایی، افغانستان کې باید داسې کړنې وستایل شی او ملاتړ یې وشی
د ده په حواله: «موږ ډېر خوښ یو چې دغه ډول مثبت خبرونه اورو، دا بنسټ باید نور هم تشویق شی چی تر دې لا ښه کار وکړی، د دولت څخه غوښتنه کو چې په ټول افغانستان کې تړلی ښوونځی بیرته خلاص کړی څو نجونې او هلکان ټول خپلو درسونو ته ادامه ورکړی.»
د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې ډېر داسی ماشومان ژوند کوی چې د بېلابېلو دلایلو له امله ښوونځیو او کتابونو ته لاس رسی نه لری.
ددغو ماشومانو شمېر اوس تر پخوا څو برابره زیات شوی خو د دې سیار ښوونځی او کتابتون یوه ځانګړتیا دا ده چې معلولیت لرونکی ماشومان به هم په ډیرې آسانۍ سره تری استفاده وکړی.
په همدې حال کې د کندهار معارف ریاست طالب ویاند احمد الله صمیم خبرگزاری زنان ته وویل، چې د طالبانو حکومت هم د ماشومانو ظرفیت لوړولو ته ژمن دی او د دغه ډول پروګرامونه پر عملی کېدو خوښی څرګندوی.
دی وایې، اوس وخت د کندهار د معارف ریاست، مدنې ټولنې، موسېسات ټول په ګډه کار کوی څو په هېواد کې ټولو ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړی.
صمیم وویل، د کندهار معارف ریاست په خپلو ټولو ښوونځیو کې کتابونه لری تر څو زده کوونکی وکولای چې د خپلو اړوندو مضامینو ترڅنګ ازاده مطالعه هم وکړی.
دهغه په خبره: «د کندهار معارف ریاست د دغه ډول مدنی ټولنو لاس ته راوړنې ستایی او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوی، موږ کوښښ کو چې د دې ډول فعالیتونو لاس نیوی وکړو او ورسره همکار پاتې شو، دغه ډول کړنې د ټولنې پر مختلفو طبقو خپل مثبته اغیزه کوی.»
د یادونې وړ ده چې د قلم لار( Pen Path ) ټولنه له ډېر وخت راهیسی د نجونو د زده کړو له پاره کار کوی او د افغانستان په مختلفو سیمو کې یې ماشومان زده کړو ته هڅولی دی.