د لوږې سره مخ افغان کورنۍ خپل ماشومان پلوری:
د لوږې سره مخ افغان کورنۍ خپل ماشومان پلوری:

د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی عمومی پلټونکې اداره(SIGAR) په یو ټویټ کې ویلی چې (نا امیدی او لوږه د دې لامل شوی چې ځینې افغان کورنۍ خپل ماشومان وپلوری ترڅو د کورنۍ پاتې غړو ته د ډوډۍ ورکولو لپاره کافی پیسې ترلاسه کړی.) همداراز په ټویټ کې راغلی چې د ملګروملتونو چارواکی اندیښمن دی […]

د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی عمومی پلټونکې اداره(SIGAR) په یو ټویټ کې ویلی چې (نا امیدی او لوږه د دې لامل شوی چې ځینې افغان کورنۍ خپل ماشومان وپلوری ترڅو د کورنۍ پاتې غړو ته د ډوډۍ ورکولو لپاره کافی پیسې ترلاسه کړی.)
همداراز په ټویټ کې راغلی چې د ملګروملتونو چارواکی اندیښمن دی چې داسې پیښې په ټول هیواد(افغانستان) کې پیښېږی،په ځانګړې توګه کم عمره نجونې د ودونو او ماشومانو د کار لپاره کارول کېږی.)
ترڅنګ یې د یونسف ادارې هم ویلی چې په افغانستان کې د خوراکی توکو د بیو لوړیدل او د کورنیو عاید کمیدل د لوږې او خوارځواکۍ لپاره یوطوفان جوړ کړی دی.
په ورته مهال کې د WHO سازمان خبردارى ورکړى چې یو ملیون افغان ماشومان د سختی خوارځواکۍ له امله د مړینې له خطر سره مخ دی.
لدې څخه وړاندې د افغانستان ځینو رسنیو د افغان کورنیو لخوادماشومانو د پلورلو ګڼ شمېر پیښې راپور کړې وې.
کورنیو د خپلو اولادونو د پلورلو عمده لامل لوږه او بې وزلی یاده کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا د حکومت نیولو وروسته ډېر شمیر افغانان چې په ملکی،نظامی او نورو اداراتو کې په کار بوخت ول بې دندې شوی او ورسره لوږه او فقر زیات شوی چې ځینی کورنۍ هم د خپلو اولادونو پلورلو ته مجبورې شوی.