د ماشومانو د ساتنې اداره: د نجونو پر زده‌کړه د بنديز دوام؛ بې‌وزلي به زياته شي
د ماشومانو د ساتنې اداره: د نجونو پر زده‌کړه د بنديز دوام؛ بې‌وزلي به زياته شي

د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نه‌کړي، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زیاته شي. سیف ده چلډرن په یو بیان کې چې نن پنجشنبه د دغه ادارې پر وېب سایټ خپور شوی ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان […]

د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نه‌کړي، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زیاته شي.

سیف ده چلډرن په یو بیان کې چې نن پنجشنبه د دغه ادارې پر وېب سایټ خپور شوی ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځي راتلونکي اوونۍ د نوي تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته چې اتلس میاشتې له زده‌کړو منع شوي، ټولګیو ته د بېرته تګ اجازه ورکړل شي.

د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی چې، که طالبان دغه بندیز لغوه نه‌کړي، د ماشومانو ودونه به زیات شي، کورنۍ به لا بې‌وزلۍ ته اړې او راتلونکی نیمایي نسل به له کاري ځواکه بهر پاتې شي.

يادې ادارې ویلي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له درې میلیونو نه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې زده‌کړې کولې، له دې حقه محرومې شوې دي.

سیف ده چلډرن د دغه بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي او وایي، کله چې نوی تعلیمي کال د وري یا حمل میاشتې په لومړیو کې پیلیږي، ټولې نجونې باید پرېښودل شي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي.

دوی د طالبانو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ويلي دي چې، اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۸۵۰ زره نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ماشومانو د ساتنې ادارې او د برېتانیا د پارلمان د دغې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

موږ هم د طالبانو د پوهنې وزارت له ویانده په حمل میاشت کې د ښوونځیو د پيلېدو په اړه پوښتل خو د دې راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو وړاندې تر دې بېلابېلو طالب چارواکو بار بار ویلي دي چې د نجونو د زده‌کړو مخالف نه‌دي خو پر هغوی د زده‌کړو لګول شوی بندیز یې تر امرثاني بللی دی، خو د امر ثاني دا پرېکړه تر اتلس میاشتو غځېدلې او طالبانو لا هم پر نجونو د بندیز د پای ته رسېدو په اړه خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#