د مزارشریف له کودبرق سیمې څخه د ۳۰۰ کورنیو د ویستلو حکم
د مزارشریف له کودبرق سیمې څخه د ۳۰۰ کورنیو د ویستلو حکم
پرون یکشنبې مازدیګر طالبانو د مزارشریف ښار د کودبرق د استوګنې له سیمې د ۳۰۰ کورنیو د جبري ایستلو امر وکړ.

پرون یکشنبې مازدیګر طالبانو د مزارشریف ښار د کودبرق د استوګنې له سیمې د ۳۰۰ کورنیو د جبری ایستلو امر وکړ.

دغو کورنیو د افغانستان ښځو خبری آژانس ته ویلی، چې دوی ته له کوره د ایستلو امر شوی او تر دې مهاله دوی د کودبرق په فابریکه کې کار کاوه، خو اوس له کور او وظیفې دواړو څخه ایستل شوی دی.

د دغې سیمې د اوسېدونکو له وتلو وروسته به د طالبانو له ډلې څخه ۳۰۰ کورنۍ دغې سیمې ته راشی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له سمنګان څخه څه باندې ۹۰ کورنیو ته د کډوالۍ امر کړی دی.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس