خبرگزاری زنان افغانستان: د ‘اینډېکس ان سینسورشېپ’ سازمان یوه جایزه د مطیعالله ویسا په مشری د قلم لار ټولنې ته د هغوی د زړورتیا په پار ورکړه. دې سازمان پرون ناوخته پر خپلې ایکس شبکې لیکلی، د مطیعالله ویسا ورور عطاالله ویسا دا جایزه ترلاسه کړې ده. وړاندې راغلی، ویسا په افغانستان کې د نجونو […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د ‘اینډېکس ان سینسورشېپ’ سازمان یوه جایزه د مطیعالله ویسا په مشری د قلم لار ټولنې ته د هغوی د زړورتیا په پار ورکړه.
دې سازمان پرون ناوخته پر خپلې ایکس شبکې لیکلی، د مطیعالله ویسا ورور عطاالله ویسا دا جایزه ترلاسه کړې ده.
وړاندې راغلی، ویسا په افغانستان کې د نجونو تعلیم ته د کمپاین په خاطر د مارچ میاشتې راهیسې زندانی شوی دی.
د ‘اینډېکس ان سینسورشېپ’ سازمان ویلی، د قلم لارې ټولنې زړورتیا الهام بخښونکې ده.
د دې سازمان مرکز په لندن کې دی او د بیان د ازادۍ لپاره کمپاین کوی.
د بخښنې نړیوال سازمان په وروستیو کې له طا.لبانو غوښتی چې مطیعالله ویسا، ژولیا پارسی، او ندا پروانی د ښځو د حقونو فعالانې او د پوهنتون استاد رسول پارسی بې له قید او شرطه له زندانه راخوشې کړی.
دې سازمان د طا.لبانو له بنده د افغان اصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودی د خلاصون هرکلی کړی دی.
د بهبودی مېرمن الکساندرا مستوفایا د چهارشنبې په ورځ رسنیو سره په خبرو کې د بهبودی د ازادېدو خبر تایید کړی و.
د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د طا.لبانو له حکومت غوښتی چې د زده کړو د برخې فعال مطیعالله ویسا، افغان معترضې مېرمنې ژولیا پارسی او ندا پروانی او د پوهنتون استاد رسول پارسی له قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړی.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د ط.البانو له بیاځلی واکمنېدو وروسته طا.لبانو په ډېر شمېر سره د پوهنتونونو استادان، معترضې مېرمنې، خبریالان، مدنی او فرهنګی فعالان او نور په خپل سر نیولی او په دوی تور دی چې له بندی کولو ورورسته یې ځورولی او وهلی ټکولی دی.
خبرگزاری زنان افغانستان