د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش وایی، له ښوونځیو د افغان نجونو ایستل ټول هېواد ته زیان رسوی. ښاغلی ګوتریش نن (شنبه، د سنبلې ۱۲مه) په خپله ټویټر پاڼه په یوه ټوېټ کې ویلی چې په افغانستان کې باید نجونې ښوونځیو ته ولاړې شی. هغه لیکلی، چې ښوونځیو ته د نجونو د نه تګ ټول […]
د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش وایی، له ښوونځیو د افغان نجونو ایستل ټول هېواد ته زیان رسوی.
ښاغلی ګوتریش نن (شنبه، د سنبلې ۱۲مه) په خپله ټویټر پاڼه په یوه ټوېټ کې ویلی چې په افغانستان کې باید نجونې ښوونځیو ته ولاړې شی.
هغه لیکلی، چې ښوونځیو ته د نجونو د نه تګ ټول هېواد ته زیان رسوی.
ښاغلی ګوتریش لیکلی: «په افغانستان کې لا هم نجونې ښوونځی ته له تلو منع دی. دا د مساوی حقونو څخه ناحقه سرغړونه ده چې ټول هیواد ته زیان رسوی. ” نجونې په ښوونځیو پورې اړه لری.”
په همدې حال کې پرون په کابل کې یو شمېر ښځو د “طالبانو د ډلې د پنځو چارواکو پر ضد چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو مخالف دی” اعتراضیه غونډه پیل کړه.
دغه مېرمنې چې د “افغان ښځو د پیوستون ټیم” تر نامه لاندې کار کوی، د جمعې په ورځ (د سنبلې ١١مه) د کابل ښار په یوه تړلی ځاى کې خپل لاریون پیل کړ.
دا لاریون وروسته له هغه وشو، چې د افغانستان نړیوالې شبکې د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د طالبانو پنځه چارواکی د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو مخالف دی.
په دغه راپور کې د طالبانو د ډلې د مشر ملا هبت الله او د دغې ډلې د مشر ملا حسن اخندزاد نومونه د نجونو د تعلیم مخالف بلل شوی دى. په دغه راپور کې د طالبانو د ډلې د نورو دریو چارواکو نومونه نه دی یاد شوی.
راپور د طالبانو رییسالوزرا له خولې ویلی: “تر څو چې زه ژوندی یم، نجونې به ښوونځی ته لاړې نه شی.”
خبرگزاری زنان افغانستان