د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د دې سازمان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په ګډون، په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د نجونو او ځوانانو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي. په دې خبرپاڼه کې چې نن “دوشنبه د حوت په ٢٩مه” […]
د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د دې سازمان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په ګډون، په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د نجونو او ځوانانو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.
په دې خبرپاڼه کې چې نن “دوشنبه د حوت په ٢٩مه” خپره شوې، ويل شوي چې داسې ښکاري چې د دويم پرله پسې تعليمي کال لپاره به په افغانستان کې پر تنکيو نجونو د زده کړو پر دوام بنديز ولګول شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چې طالبان د نجونو د تعلیم له حق څخه د انکار لپاره هیڅ توجیه نه لري.
د دغو کارپوهانو په اعلاميه کې ويل شوي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د تړونونو په ځانګړي ډول د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون او د ښځو پر وړاندې د تبعيض د له منځه وړلو د کنوانسيون د غړيو هېوادونو په توګه مکلف دى چې د له تبعیض پرته د تعلیم حق ته درناوی.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د خپل پخواني حکومت پر مهال هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و او هغه مهال یې ویلي وو، چې دا بندیز لنډمهاله دی.
خو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د طالبانو په لومړۍ دوره کې د نجونو پر زده کړو بندیز نه و لیرې شوی او تر څو چې طالبان په سمدستي توګه د منځني ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو ژمنه پوره نه کړي، دې پایلې ته ورسېږي چې دا ډله د داسې کولو اراده نه لري.
دوی خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به ناوړه پایلې ولري.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د څرګندونو له مخې، د نجونو پر زده کړو د بندیز له لګېدو راهیسې د ودونو او ماشومانو د کار کچه لوړه شوې ده.
دغو کارپوهانو د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي چې که دغه بندیز لیرې شي، دوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هلکانو او نجونو د زده کړو د کیفیت په اړه هم اندېښمن دي.
د کارپوهانو په وینا، د هلکانو په ښوونځیو کې د دیني ښوونکو پر ځای د مسلکي ښوونکو د ګومارلو د اندېښنې وړ راپورونه دي.
دوی له زده کړو څخه د نجونو ایستل په کلکو ټکو غندي او د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو وغوښتل چې د ټولو هلکانو او نجونو لپاره د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د باکیفیته زده کړو د برابرولو لپاره هڅې وکړي.
دوی د پوهنې په برخه کې د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د ټولو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د طالبانو له خوا د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنې ته شدت ورکړي.
دوی له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د مساوي او باکیفیته زده کړو او د دغه هېواد د پوهنې له نظام سره د مالي مرستو د بهیر د اسانه کولو لپاره پر تمویل غور وکړي.
نوی تعلیمي کال د پیلیدو په حال کې دی. طالبانو د نجونو د تعلیم په اړه څه نه دي ویلي.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#