د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان باید د ۱.۴ میلیونه افغانانو د اخراج لړۍ ودروی
د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان باید د ۱.۴ میلیونه افغانانو د اخراج لړۍ ودروی

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتی چې په سمدستی توګه د ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو او مهاجرو د اخراج لړۍ ودروی. د ملګرو ملتونو کارپوهان وایی چې دغه […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتی چې په سمدستی توګه د ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو او مهاجرو د اخراج لړۍ ودروی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایی چې دغه پرېکړه تر ۱.۴ میلیونو ډېر افغانان اغېزمن کړی دی.

دغه راز ویل شوی، چې په افغانستان کې له بشری حقونو څخه د سرغړونې او د بشری ناورین له امله د رامنځته شویو جدی اندېښنو له امله د دوی زیات شمېر د امنیت او خوندیتوب په لټه کې پاکستان ته تښتېدلی دی.

په خبرپاڼه کې د ډېرو کورنیو، ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان اتباعو د راستنېدو د خطر په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، “موږ په پاکستان غږ کوو چې د نه بیرته ستنیدو مطلق او نه منل کیدونکی اصولو ته درناوی وکړی او د ډله ایزو اخراج او جبری راستنیدو مخه ونیسی.”

په بیان کې ویل شوی چې د کورنی پناه غوښتنې قوانینو او طرزالعملونو نشتوالی هیوادونه له خپلو مکلفیتونو څخه نه خلاصوی چې د نړیوالو بشری حقونو او دودیزو قوانینو له مخې د نه کډوالۍ اصول مراعات کړی.

کارپوهانو ټینګار وکړ: “پاکستان باید د ټولو اجباری راستنیدو مخه ونیسی او د هغو افغان اتباعو کوربه توب ته دوام ورکړی چې د خوندیتوب لپاره دې هیواد ته تښتیدلی دی.”

دوی په پاکستان کې د مهاجرینو د توقیف او استحصال او له هغوی سره د غیر قانونی چلند په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې، چې د ښځو، نجونو، سپین ږیرو، د پخوانی افغان حکومت چارواکی او امنیتی منسوبین، د بشری حقونو مدافعین، د مدنی ټولنې نور فعالان او د رسنیو کارکوونکی باید د خلکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړی.

ویل کیږی چې په دې ورځو کې له پاکستان څخه د افغان اتباعو د راستنیدو او شړلو لړۍ روانه ده.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې ټول “بې اسناد” بهرنی اتباع باید د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له دې هیواد څخه ووځی، یا د اخراج سره مخ شی.