د ملګرو ملتون پراختیایی پروګرام په هرات کې دزلزله ځپلو لپاره ۱۵ ټولنیز پخلنځی جوړ کړی.
د ملګرو ملتون پراختیایی پروګرام په هرات کې دزلزله ځپلو لپاره ۱۵ ټولنیز پخلنځی جوړ کړی.

خبرگزاری زنان افغانستان: پروګرام پخپله ایکس پاڼه لیکلی چې یاد پخلنځی چې شمېر پنځلسو ته رسېږی موخه یې په دغه ولایت کې زلزله ځپلو خلکو لپاره د ګرمو خوړو برابرول او د ښځو د ځواکمنول دی. یاد پروګرام ویلی چې د اکتوبر له اتمې(۸)نېټې راهیسې یې له پنځه زرو زیاتو زیانمنو او وږو کسانو ته […]

خبرگزاری زنان افغانستان: پروګرام پخپله ایکس پاڼه لیکلی چې یاد پخلنځی چې شمېر پنځلسو ته رسېږی موخه یې په دغه ولایت کې زلزله ځپلو خلکو لپاره د ګرمو خوړو برابرول او د ښځو د ځواکمنول دی.

یاد پروګرام ویلی چې د اکتوبر له اتمې(۸)نېټې راهیسې یې له پنځه زرو زیاتو زیانمنو او وږو کسانو ته په دغه سیمه کې ګرم خواړه برابر کړی.

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان ویلی ٶ چې د ۱۰۰زرو زیانمنو کسانو ته د خوړو برابرولو لپاره ۱۹میلیونه ډالرو ته اړتیا لری.

تېره ورځ ملګرو ملتونو سازمان خبر ورکړى و چې د زلزلې وروسته زرګونه کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لری چې ۹۰سلنه یې ښځې او ماشومان دی.

یادسازمان ژمنه کړې وه چې د بیړنی غبرګون پرواګرام له لارې به ۱۱۴زرو کسانو سره خوراکی او غیر خوراکې توکو مرستې دوه برابره زیاتې کړی.