پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وایی، ښوونه او روزنه د ټولنې لپاره یوه “ژوره، اړینه او د نه منلو وړ” موضوع ده.
نوموړی د اسلامی یووالی په ۳۸ مه نړیواله غونډه کې د اسلامی نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
ښاغلی کرزی وایی، په ټولنه کې د پوهنې پر اړتیا شک کول د «غلط فهمۍ او د پوهاوی د نشتوالی» نښه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېواد تر واک ته رسېدو وروسته، نجونې او ښځې له زده کړو منعې کړې.
د طالبانو دغه چلند د اسلامی هېوادونو په ګډون له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.
خو تر اوسه یې د هېواد د ښځو او نجونو پر وړاندې خپله تګلاره نه ده بدله کړې.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس