د ننګرهار ولایت له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو عمری کمپ کې تر دې مهاله ۴۳ولادتونه ترسره شوی. په ننګرهار کې د طالبانو عامې روغتیا ریاست مسٶلین وایی چې تردې مهاله یې د میرمنو په ګډون د ۹۶زره او ۸۴۳(۹۶،۸۴۳)ناروغانو درملنه کړې چې پکې حامله میرمنې هم شاملې وې. د عامې روغتیا ریاست مسٶلینو په […]
د ننګرهار ولایت له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو عمری کمپ کې تر دې مهاله ۴۳ولادتونه ترسره شوی.
په ننګرهار کې د طالبانو عامې روغتیا ریاست مسٶلین وایی چې تردې مهاله یې د میرمنو په ګډون د ۹۶زره او ۸۴۳(۹۶،۸۴۳)ناروغانو درملنه کړې چې پکې حامله میرمنې هم شاملې وې.
د عامې روغتیا ریاست مسٶلینو په وینا د په دې کمپ کې چې ۸زره او ۵۱۳امیندوارو میرمنو وړیا روغتیایی خدمات ترلاسه کړی او ۴۳ولادتونه پکې ترسره شوی دې.
همدارنګه په یاد کمپ کې د ملاریا،اسهال،خوارځواکۍ،شری،ډینګی اوپوستکی ناروغانو درملنه هم شوې دی.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې له پاکستانه په زرهاوو افغانان خپل هیواد ته راستانه شوی چې د ننګرهار په شمول نور ولایتونو کې ورته لنډمهاله پنډغالی جوړشوی دی.
د طالبانو اطلاعاتو کلتور ریاست وړاندې ویلی و چې دراستانه شویو افغانانو لپاره یې په طورخم کې سل بسترېز روغتون جوړ کړى چې راستانه شویو افغانانو ته ټول روغتیایی خدمتونه وړاندې کوی.
همداراز یوشمیر بهرنی موسساتو د ګرځنده روغتیایی ټیمونه په وسیله په یاد کمپ کې د ګڼو ناروغانو درملنه کړې ده.
د چارواکو په وینا د روغتیایی خدمتونو په ګډون یې نورخدمتونو هم رستانه شویو افغانانو ته په یاد کمپ کې وړاندې کړی دی.