د سنبلې په لومړۍ نیټه په ګرمسیرو ولایتونو کې د تدریسی بهیر پیل شوی چې ورسره په ننګرهار پوهنتون کې د نوی سیمسټر لپاره له مختلفو سیمو محصلین رسیدلی دی. خو ښځینه هغه یې د ستونزو یادونه کوی. د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو معاون طیب الله ذاهد وایی چې دا کال به هم انجونې […]
د سنبلې په لومړۍ نیټه په ګرمسیرو ولایتونو کې د تدریسی بهیر پیل شوی چې ورسره په ننګرهار پوهنتون کې د نوی سیمسټر لپاره له مختلفو سیمو محصلین رسیدلی دی. خو ښځینه هغه یې د ستونزو یادونه کوی.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو معاون طیب الله ذاهد وایی چې دا کال به هم انجونې پس له وخته یعنې د غرمې له یوولسو د مازیګر تر څلورو بجو حاضری ورکوی.
بل طرف محصلینې شکایت لری چې د ننګرهار ګرم موسم او د ترانسپورتی اسانتیاو نه شتون یې د زدکړو په مخ کې خنډونه جوړوی. شغله چې د ادبیاتو پوهنځی محصله ده وایی له کوره په داسې وخت کې راوځی چې مجبوره ده کوچنی ورور ځان سره مل کړی. هغه خبر ګذاری زنان ته وایی« سره غرمه وی، له کوره وتل لوې زړه غواړی.د ډاډ لپاره مجبور یم ځان سره وړوکی ورور تر یوځایه مل کړم».
د حقوقو پوهنځی محصله زرمینه وایی چې د ترانسپورت ستونزه یې لا هم نه ده حل شوې. او اړ ده چې هره ورځ رکشې ته سل افغانۍ ورکړی. هغې ویل:« له ښاره تر درونټې باید رکشه ونیسم؛ ځکه هغه وخت سورلی نه وی، خو د ترانسپورټ په دې لګښت زه شخصی پوهنتون کې داخله کولی شم».
د ننګرهار پوهنتون مسوولین منی چې بسونه یې ولاړ دی خو وایی چې د تخنیکی ستونزو او منظم مهال ویش د جوړیدو وروسته به فعال شی.
یاده دې وی چې ننګرهار پوهنتون کې ښځینه محصلینې له تېر یوکال راهیسې د ماسپښین دوره کې درس وایی چې د محصلینو په وینا دوی ته یې ستونزې زیږولې دی.