د نوروز په مناسبت، ټوماس ویسټ غوښتل چې نجونې او میرمنې ښوونځي ته راستانه شي او کار وکړي
د نوروز په مناسبت، ټوماس ویسټ غوښتل چې نجونې او میرمنې ښوونځي ته راستانه شي او کار وکړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د نوروز په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې له نجونو او مېرمنو وغوښتل چې کار او ښوونځي ته ستانه شي او د افغانستان خلکو ته هیله لري چې نوی کال په خوښۍ او سوله کې تېر کړي. د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس […]

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د نوروز په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې له نجونو او مېرمنو وغوښتل چې کار او ښوونځي ته ستانه شي او د افغانستان خلکو ته هیله لري چې نوی کال په خوښۍ او سوله کې تېر کړي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ، نوروز د سه شنبې په ورځ چې د حمل لومړۍ ورځ ده، د نوي کېدو او خوشبینۍ وخت وباله او زیاته یې کړه: “زموږ تر ټولو لویه هیله دا ده چې افغان نجونې او ښځې ښوونځي او کار ته راستانه شي.”

ښاغلي ویست زیاته کړه چې تیر کال د افغانستان خلک له سترو ننګونو سره مخامخ وو.

نوموړي همدا راز یو ځل بیا له افغانانو سره د امریکا د مرستو د دوام اعلان وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې نوی کال به افغانان په خوښۍ او سوله کې تېر کړي.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#