د هیواد د رسنیو د مرکز مشر د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه
د هیواد د رسنیو د مرکز مشر د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه

د شنبې په ورځ د هیواد د رسنیو د مرکز مشر قاری محمد یوسف احمدی کندهار ته راغلی وو، نوموړی د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست څخه د لیدنی پر مهال لومړی د اطلاعات او کلتور د رئیس مولوی نور احمد سعید او مرستیال ئې ملا شمس الله صمیم سره ولیدل. د لیدنی پر […]

د شنبې په ورځ د هیواد د رسنیو د مرکز مشر قاری محمد یوسف احمدی کندهار ته راغلی وو، نوموړی د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست څخه د لیدنی پر مهال لومړی د اطلاعات او کلتور د رئیس مولوی نور احمد سعید او مرستیال ئې ملا شمس الله صمیم سره ولیدل.
د لیدنی پر مهال د نورو موضوعاتو تر څنګ د کندهار پر رسنیز بهیر په ځانګړی ډول د اطلاعات او کلتور ریاست پر رسنیزو فعالیتونو خبری وسوې.

د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس مولوی نور احمد سعید د کندهار د رسنیزو فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او هم ئې د ریاست د مطبوعاتی فعالیتونو په اړه وضاحت وړاندی کړ.
وروسته د هیواد د رسنیو د مرکز مشر قاری محمد یوسف احمدی د اطلاعات او کلتور ریاست میوزیم ته ولاړ او هلته ئې د موجوده تاریخی اثارو څخه لیدنه وکړه.
د میوزیم څخه تر لیدنی وروسته راغلی کسان کتابتون ته هم ورغلل او د کتابتون څخه ئې لیدنه وکړه.