د ټلویزیونونو پر سیاسی بحثونو بندیز ولگول شو 
د ټلویزیونونو پر سیاسی بحثونو بندیز ولگول شو 
‏طالبانو د شنبې په ورځ کابل کې د فعالو ټلويزيونونو استازي يوې غونډې ته غوښتي او ورته يې خبر ورکړی، چې نور د دوی له تائيد پرته «ازاد سياسي» بحثونه نشي خپرولی. 

‏طالبانو د شنبې په ورځ کابل کې د فعالو ټلویزیونونو استازی یوې غونډې ته غوښتی او ورته یې خبر ورکړی، چې نور د دوی له تائید پرته «ازاد سیاسی» بحثونه نشی خپرولی.

د ټلویزیونونو استازو ته ویل شوی، چې سیاسی بحثونه به ثبتېږی، «حساس نقاط» به ترې اېستل کیږی او د طالبانو تر تائید وروسته به بیا خپرېږی.

دغه اقدام په سیاسی بحثونو کې د طالبانو پر چلند، چارو او تصمیمونو د پرلپسې انتقادی کلیپونو تر خپرېدو وروسته نیول کېږی.

دغه راز ټلویزیونونو ته د چارو شنونکو یو لېست هم سپارل شوی، چې له هغو پرته به نور کسان بحثونو ته نه غوښتل کیږی.

دغو یو شمېر سیاسی شنونکی ته چې ځینې وخت د نرمو منتقدینو په څېر هم را څرګندیږی، د طالبانو د بېلابېلو ادرسونو له لوری اوپراتیفی امتیازات ورکول کیږی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس