د پخوانی نظامیانو او ولسی مشرانو د قبرونو شناختې ماتې شوې 
   د پخوانی نظامیانو او ولسی مشرانو د قبرونو شناختې ماتې شوې 
راپورونه وايي، چې په پروان، هلمند، کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې ځايي طالب قوماندانانو د شهيدو شويو پخوانيو نظامیانو او ولسي مشرانو د قبرونو شناختې ماتې کړې دي. 

راپورونه وایی، چې په پروان، هلمند، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځایی طالب قوماندانانو د شهیدو شویو پخوانیو نظامیانو او ولسی مشرانو د قبرونو شناختې ماتې کړې دی.

په دې عکسونو کې د شهیدو شویو پخوانیو نظامیانو او ولسی مشرانو پر شناختو لیکل شوی، چې هغوی د تېرې جګړې پر مهال په کندهار او هلمند کې طالبانو سره مخامخ جګړه یا په هدفی بریدونو کې شهیدان شوی دی، خو اوس یې د شناختو توهین شوی او ماتې شوې دی.

دا عکسونه د پروان د جبل السراج له ځینو هدیرو اخیستل شوی دی، خو زاویه نیوز ته د پروان، کندهار او هلمند سربېره ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو څخه هم لوستونکو تائید کړې چې طالبان دغه ډول د پخوانیو نظامیانو د قبرونو شناختې ور ماتوی.

تر دې وړاندې، طالبانو په هدیرو کې د پخوانیو شهیدو نظامیانو له قبرونو څخه ملی بیرغونه هم ټول کړی دی.

 

دافغانستان ښځو خبرې اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس