ژباړه او زیاتونه: فاطمه صمیمی ننۍ نړۍ له ډېرو پیاوړو میرمنو جوړه ده هغوى چې خپلې بالقوه وړتیاوې پېژنی او په کار یې اچوی په خپل کور،کلی،هیواد او آن په نړۍ کې په زړه پورې بدلونونه او د ښه ژوند کولو لپاره آسانتیاوې رامنځته کوی.خو تر ټولو مهمه داده چې ښځې خپلې ذهنی وړتیاووې وپېژنی […]
ژباړه او زیاتونه: فاطمه صمیمی
ننۍ نړۍ له ډېرو پیاوړو میرمنو جوړه ده هغوى چې خپلې بالقوه وړتیاوې پېژنی او په کار یې اچوی په خپل کور،کلی،هیواد او آن په نړۍ کې په زړه پورې بدلونونه او د ښه ژوند کولو لپاره آسانتیاوې رامنځته کوی.خو تر ټولو مهمه داده چې ښځې خپلې ذهنی وړتیاووې وپېژنی ځکه هر کار اول په ذهن او فکر کې رامنځته کېږی چې وروسته د پلان او عملی اقداماتو پر بنسټ په حقیقت بدلیږی زمان،مکان او خلک اغېزمنوی.
د ذهنی پلوه پیاوړې میرمنو څخه موخه دا نه ده چې ښځه دې ښه لباس پرتن کړی،هره ورځ دې ښه سینګاروکړی ترڅو ښې ښکاره شی، ډېر شهرت دې ولری،دا هم نه ده چې ښځه دې ډېرې پیسې وګټی؛بلکه پیاوړو میرمنو څخه موخه د ښه شخصیت او ډېرې پوهې درلودل دی،ځانته او خپل شخصیت ته پاملرنه ده،ترڅو د نورو لپاره یو ښه مثال،الګو او ایډیال وګرځئ.
مونږ ټول په خپل وجود کې بېلابېلې وړتیاوې لرو مهمه داده چې هېرې یې نه کړو هو پیاوړې میرمنې چې کله سختو وختونو،ستونزو سره مخ کېږی په پوره زړورتیا ورسره مقابله کوی ترڅو حل یې کړی،
دلته مې له ذهنی پلوه پیاوړو ښځو ځانګړنې راټولې کړی چې په لاندې ډول دی:
پیاوړې ښځې ډاډمنې او پرځان باوری وی:
پخپل ځان باور د ذهنی قوت یوه لویه برخه،له ځان سره د مینې لویه نښه ده چې مونږ سره مرسته کوی ترڅو ځان له نورو سره له پرتلې لېرې وساتو او خپل د پوټکی په رنګ،ظاهری څهرې خوښ واوسو خو د ورځې په پاى کې پخپل ځان باور او ډاډ ترلاسه کول شخصی لاسته راوړنه ده.
نوښتګرې وی:
له ذهنی پلوه پیاوړې میرمنې خپل وخت په باارزښته او مهمو کارونواو موضوعاتو تېروی،دوى هر سهار د خپلو کارونو لپاره مهالویش جوړوی او پخپل مهالویش کې مهمو کارونو ته ځاى ورکوی،
دوى تل هڅه کوی په هر کار کې نوښت رامنځته کړی کله چې خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه اخلی او نوښت رامینځته کوی د خوښۍ احساس کوی.
خوشبینه او مثبت فکر لری:
د ذهنی پلوه پیاوړې میرمنې نیم ډک ګیلاس نیم تش نه بولی بلکه هرې موضوع له مثبت لید څخه وینی او خوشبینی اختیاروی.
هغوى هرځاى او هر حال کې مثبت فکرلری ممکن هر وخت لپاره او هرځاى خوشبینه او مثبت فکره ونه اوسی خو تر خپل توان هڅه کوی چې مثبت فکره واوسی چې دا مثبت ذهنیت هم خپله د میرمنو په خوى اوهم نورخلک اغېزمنوی.
لاسته راوړونکې وی:
د ذهنی پلوه پیاوړې میرمنې خپل خوبونه په حقیقت بدلوی راتلونکی کې د لویو فرصتونو ترلاسه کولو په تړاو فکرکوی او ذهناً خپل فعالیتونه ترسیموی،ددوى ذهنونه د تخلیقی او کره فکرکولو له امله وده کوی او ورسره مرسته کوی ترڅو دځواکمنو افکارو پواسطه ماهرانه قدم واخلی او خپل خوبونه او هیلې په حقیقت بدل کړی.
د وېرې مهارونکې وی:
پیاوړې میرمنې چې کله له وېرې سره مخ کېږی ترې تېښته نه کوی دوى د خپلې وېرې پرمهال خپل اصلی هدف تعقیبوی،دوى وېره جدی نه ګڼی.چې د وخت په تېرېدو سره دوى په دې پوهېږی څنګه خپله وېره مهار او کنټرول کړی.
پاملرنه کوونکې وی :
پیاوړې میرمنې خپل روغتیا،خوشحالۍ،چلند ته پاملرنې ترڅنګ نور ته هم پاملرنه کوی په دې معنا چې دوى هم له ځان هم له نورو سره مهربانه وی هم خپل ځان هم نور خوشحاله ساتی له نور سره مهربانی چلند ددې سبب ګرځی چې نورو سره مثبت او ګټورې اړیکې جوړې کړی چې مثبتې اړیکې ټولنه د بریا او پرمختګ په لورې بیایی.
پرځان ویاړی:
پخپل ځان ویاړ تل د غرور په معنا نه وی.له ذهنی پلوه پیاوړې میرمنې پخپل ځان او خپلو لاسته راوړنو ویاړی خو په یاد مو وی چې پرځان د ویاړ پرمهال نورو ته درناوى هېر نه کړئ.
د خلکو ناسم قضاوتونه په اړه بې پروا وی:
ّځینی وخت خلک هڅه کوی ستاسو په اړه ځورونکی او منفی خبرې وکړی خو له ذهنی پلوه پیاوړې میرمنې د کرکه کوونکو او د ځان په اړه د بل د خولې ځورونکومنفی خبرو ته اهمیت نه ورکوی،هغه نادیده نیسی ځکه هغوى د نورو لخوا خپل تعریف او پېژندنې ته اړتیا نه لری.
پیاوړې مېرمنې د بې عدالتیو په وړاندې غلې نه پاتې کیږی:
کله چې په ټولنه کې بې عدالتی،ظلم ووینی یا په ټولنه کې تېروتنه احساس کړی غږ پورته کوی ځکه له ذهنی پلوه پیاوړې میرمنې د نورو ځورول او اذیت ننداره نه کوی او نه یې ذغم لری بلکې په وړاندې یې عملی غبرګون ښایی هغوى د ژوند دښو اخلاقو او ښو ارزښتونو پراساس د خپل او نورو له حقوقو دفاع کوی او په ټولنه کې ناوړه دودونه،ظلم،وحشت او بې عدالتی کموی او یا ورته د پاى ټکى ږدی.
رښتینی وی:
له ذهنی پلوه پیاوړو میرمنوورستۍ خو ډېره اړینه ځانګړنه دا ده چې د ځان سره په مکمله توګه رښتینی وی هغوى اړتیا نه لری چې د نورو د قانع کولو، ښه ثابتولو لپاره خپل او د نورو اغېزمنولو په موخه ځان او عادتونو ته بدلون ورکړی.
په پایله ویلاى شو چې ځینی وخت دا ډېره آسانه ده چې له ذهنی پلوه پیاوړې واوسو خو ځینی وخت ستونزمن!
خو په یاد مو وی چې مونږ ټولې د ذهنی پلوه پیاوړې یو حتى ځینی میرمنې سربېره پر دې چې ذهنی پلوه پیاوړې دی له خپلې پیاوړتیا خبرې نه دی.
راځئ په ګډه کار وکړو تر څو یوبل ته وریاد کړو چې مونږ څومره پیاوړې یو!
په مختلفو برخو کې د یو بل ملاتړ وکړو یو بل د بریالیتوب تر لوړو پوړیو ورسوو؛ نه دا چې د یو بل پښې ووهو،د یو بل پیاوړتیا خپله اساسی موخه او هدف وګرځوو،د یوبل مدافع واوسو دا چارې او فعالیتونه ددې سبب ګرځی چې میرمنې په هر ډګر کې پرمختګ وکړی اونړۍ آباده کړی.