د ارغوانی شنبو غورځنګ د نجونو لپاره د ښوونځیو د یو زرو ۱۲۳ ورځو تړلو په تړاو ویلی، چې د طالبانو لخوا دغه بندیز د جنسیتی برابرۍ او ځواکمنتیا په لور د هېواد په پرمختګ کې «ستر خنډ» رامنځته کړی دی.
دغه غورځنګ چې مشری یې د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروین کوی، په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د بشری حقونو د بنسټونو له فشارونو سره سره؛ د طالبانو لخوا د لګول شوی دغه بندیز په اړه د نړیوالې ټولنې چلند «په اندېښمنونکې توګه» نرم شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلی: «د پرېکنده اقدام نشتوالی نه یوازې طالبان زړور کوی؛ بلکې په نړۍ کې د ښځو د حقونو د لومړیتوب په اړه د اندېښنې وړ پیغام لری.»
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس