اجباری واده؛ یا د تدریجی مرګ تجربه کول؛ افغان ښځې او نجونې له کلونو راهیسې د دا ډول ودونو قربانی دی.
په تیرو دوو کلونو کې په ۸ ولایتونو کې ۲۴ تنه د اجباری ودونو ۵۸ قضیو شاهدان دی.
اقتصادی بې وزلی، کورنۍ فشار او د بې سوادۍ په ګډون ناوړه کلتور او همدارنګه د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز په تېرو دوو کلونو کې د اجباری ودونو درې اساسی لاملونه دی.
کله چې طالبان په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې بیرته راغلل او په افغانستان یې واکمنی وکړه، د ښځو د وزارت په ګډون یې د ښځو د حقونو او د جبری ودونو او د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوی په برخه کې زیاتره ځانګړی دولتی بنسټونه له منځه یوړل.
په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د دغو بنسټونو په لیرې کولو سره د اجباری ودونو د مخنیوی مسوولیت امربه العروف نهی ان منکر وزارت ته سپارلی دی،د طالبانو ددغه پلان مشر وویل چې په تېر یوه کال کې یې په ۲۰۵ پېښو کې د ښځو او نجونو د پلور مخه نیولې ده.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس