د ښځو دحقونو سرغړونې مخنیوی په اړه د نړیوالې ټولنې غندنه هم کار نه کوی
د ښځو دحقونو سرغړونې مخنیوی په اړه د نړیوالې ټولنې غندنه هم کار نه کوی
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې سماسمر په دې وروستیو کې ویلي چې د طالبانو تروریستي ډلې له خوا د افغان ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه د نړیوالې ټولنې غندنه ګټوره نه ده.

د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې سماسمر په دې وروستیو کې ویلی چې د طالبانو تروریستی ډلې له خوا د افغان ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه د نړیوالې ټولنې غندنه ګټوره نه ده.

اغلې سمر زیاته کړه: “کله چې د طالبانو لومړی رژیم نسکور شو، دا تصور چې موږ به یو ځل بیا د افغانستان نیمایی نفوس د جنسیت پر بنسټ د ځورونې، انزوا او سیستماتیک ظلم شاهدان وو، ناشونی برېښېده.”

نوموړی د چهارشنبې په ورځ دتله پر ۱۸مه له ګارډین ورځپاڼې سره دا موضوع مطرح کړه.

میرمن سمر وویل چې نړیواله ټولنه نه بلکې پخپله افغان میرمنې هڅه کوی چې د جنسیتی توپیر له امله د طالبانو په اړه تحقیقات وکړی.

د ښځو د حقونو دغې فعالې وویل: « له ۱۹۷۳ کال راهیسې د نړیوالو قوانینو له مخې نژادی تبعیض د بشریت پر ضد جرم دی.

د نژاد کلمه د جنسیت سره بدل کړئ او دا هغه څه دی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره پیښیږی.”

باید یادونه وشی چې ترهګرو طالبانو د هېواد ښځې او نجونې له خپلو ټولو حقونو او ازادۍ بې برخې کړی دی.

دا ترهګره ډله نه یوازې دا چې د ښځو حقونو او ازادۍ ته درناوی نه کوی، بلکې په خپلسری ډول یې بندیانې، او شکنجه کوی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس