د ښځو د حقونو فعاله شبکه: د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل یو تاریخي شرم دی
د ښځو د حقونو فعاله شبکه: د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل یو تاریخي شرم دی

خبرگزاری زنان افغان: د ښځو د حقونو ۲۵ فعالو شبکو او ۱۴۹ مدني فعالانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو په تړاو اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت دغه پرېکړه یو تاریخي سپکاوی او له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دی. دغو شبکو د يوې […]

خبرگزاری زنان افغان: د ښځو د حقونو ۲۵ فعالو شبکو او ۱۴۹ مدني فعالانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو په تړاو اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت دغه پرېکړه یو تاریخي سپکاوی او له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دی.

دغو شبکو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د نجونو د زده کړې په اړه د اوسني حکومت وروستۍ پرېکړې په ٢١مه پېړۍ کې “تاريخي ذلت” بللي او د اسلامي ارشاداتو خلاف يې بولي.

په ټینګار سره ویل شوي دي: «ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسي د حق د مدافعینو او مدافعانو د یوې شبکې په توګه، موږ د ملګرو ملتونو د نړۍ له مشرانو، متحدینو او نړیوالو سازمانونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره همغږي او زړور اقدام وکړي. ”

دوی زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید له ښځو او نجونو سره پر خپلو شل کلنو ژمنو ودرېږي او پرې نه ږدي چې د تېرو دوو لسیزو تعلیمي پرمختګونه ضایع شي.

د اعلامیې په یوه برخه کې له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان او د سیمې له فعالانو د جدي مداخلې غوښتنه شوې، څو پر افغان حکومت فشار زیات کړي، څو د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو او کار کولو بندیز لرې کړي.

دغو شبکو زیاته کړې، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د سرپرست حکومت محدودیتونو، د هغوی له ازادۍ څخه محرومیت او جنسیتي تبعیض ټولنه له یوه بشري ناورین سره مخ کړې ده.

په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو سره افغان حکومت ظاهراً په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو هوډ نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ۵۵۱ ورځې تېرې شوې، چې سرپرست حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي او د نجونو لپاره د پوهنتونونو له تړل کېدو نږدې درې میاشتې تېرې شوې دي.

خو ښځې عامه حمامونو، تفریحي پارکونو، جمنازیومونو ته له تګ، د نارینه ډاکټرانو له درملنې، په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو او د خصوصي پوهنتون د داخلې په ازموینو کې له ګډون څخه منع دي.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#