یوه اونۍ مخکې له کابل ښار او ولسوالیو څخه تر ۵۰ زیات دینی عالمان کندهار ته په دغه هدف تللی وو چې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وګوری. دغو دینی عالمانو د مطبوعاتی کنفرانس له لارې ویلی چې د طالبانو له مشر سره یې لیدلی او د خلکو غوښتنې یې […]
یوه اونۍ مخکې له کابل ښار او ولسوالیو څخه تر ۵۰ زیات دینی عالمان کندهار ته په دغه هدف تللی وو چې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وګوری.
دغو دینی عالمانو د مطبوعاتی کنفرانس له لارې ویلی چې د طالبانو له مشر سره یې لیدلی او د خلکو غوښتنې یې ورسره شریکې کړې دی.
دوی له کندهار څخه کابل ته د تللو پر مهال ویلی چې له ملا هبت الله اخندزاده سره یې د خلګو پر اقتصادی، ټولنیزو او شته ښوونیزو ستونزو خبرې کړې او د حل په هدف یې ډاډ ورکول شوی دی.
«د مدرسو، ښوونځیو پر نوی نصاب جوړونې خبرې وشوې او عالمانو ته لارښوونه وشوه چې د اختلافاتو په له منځه وړلو کې خپله ونډه ترسره کړی.»
د دغو عالمانو مشری د کابل اوسنی والی مولوی ندا محمد کړې او عالمانو ویلی چې نړیوال باید پر دې مسله ښه پوه شی چې اسلامی امارت د بشری حقونو په برخه کې ډېر څه کړی دی.
د عالمانو په خبره، د جګړې د پای ته رسېدو او تېر حکومت چارواکو ته عمومی عفوه بشری حقونو ته د اسلامی امارت بېسارې پاملرنه ښیی او تر عمومی عفوې وروسته په هېواد کې د وینې توییدنې مخه نیول شوې ده.
«نړیوال باید پر دې پوه وی چې طالبانو د بشری حقونو مسلې ته ډېر پام کوی، ځکه د عفوې فرمان په صادرېدو سره د کورنۍ جګړې مخه ونیول شوه.»
د دینی عالمانو په استازیتوب د کابل والی مولوی ندا محمد ویلی چې د طالبانو مشر له دوی سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړې چې اسلامی امارت د ښځو زده کړو ته ژمن دی او یوې کمېټې ته یې دنده سپارلې چې په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړی.
«د طالبانو مشر پخپله د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه وغږېد او په دې اړه یې پراخه معلومات ورکړل. هغه دا څرګنده کړه چې دوی د مېرمنو حقونو ورکړې ته پوره ژمن دی.»
باید یاده شی چې پر افغانستان د اسلامی امارت تر واکمنۍ وروسته نږدې یو کال په پوره کېدو دی، خو لاهم تر شپږم ټولګی پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې او مېرمنې هم دندو ته نه دی غوښتل شوې.
خو طالبان ویلی چې د چوکاټونو تر جوړېدو وروسته به دا ستونزه حل شی.