د ښځو شرعی حقوق باید ورکړل شی
د ښځو شرعی حقوق باید ورکړل شی
‏په داسې حال کې چې په تېرو درېيو کلونو کې ښځې او نجونې د زده کړو د حق په ګډون له خپلو ډېرو اساسي حقونو بې برخې دي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهى عن المنکر وزير خالد حنفي په لغمان ولايت کې په يوه کنفرانس کې د طالبانو د نوي قانون پر پلي کېدو ټينګار وکړ. او ویلي یې دي چې دوى د ښځو د «شرعي حقونو » تامین ته ژمن دي.

‏په داسې حال کې چې په تېرو درېیو کلونو کې ښځې او نجونې د زده کړو د حق په ګډون له خپلو ډېرو اساسی حقونو بې برخې دی، د طالبانو د امر بالمعروف او نهى عن المنکر وزیر خالد حنفی په لغمان ولایت کې په یوه کنفرانس کې د طالبانو د نوی قانون پر پلی کېدو ټینګار وکړ. او ویلی یې دی چې دوى د ښځو د «شرعی حقونو » تامین ته ژمن دی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، خالد حنفی له سیمه ییزو طالب چارواکو سره په خپلو خبرو کې ویلی، چې په ټولنه کې د «ناسم کلتور» له منځه وړلو ته ژمن دى.

هغه زیاته کړې ده چې هیڅوک حق نه لری چې ښځې په «بدو کې» ورکړی یا د هغوی «شرعی حقونه» له پامه وغورځوی.

طالبانوپه دغه قانون کې دهېواد د اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو او ازادۍ سخت محدودیتونه وضع کړی دی.

په دې قانون کې آن په عامه ځایونو کې د ښځو غږ او مخونه هم منع دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې بیانېږی چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نجونو د جبری او کم عمره ودونو د زیاتوالی خبر ورکړی دی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس