سږکال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نماځل کېږی چې ښځې له خپلو طبیعی او انسانی حقوقو څخه بې برخې شوی. له کلو راهیسې په افغانستان کې د ښځو حقوقو لپاره ډېرې مبارزې وشوې تر څو خپلو حقوقو ته چې افغانی ټولنې کلتوری محدودیتونو،ناوړه رواجونو او نرواکۍ ترې اخیستی و، ورکړل شی. که […]
سږکال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نماځل کېږی چې ښځې له خپلو طبیعی او انسانی حقوقو څخه بې برخې شوی.
له کلو راهیسې په افغانستان کې د ښځو حقوقو لپاره ډېرې مبارزې وشوې تر څو خپلو حقوقو ته چې افغانی ټولنې کلتوری محدودیتونو،ناوړه رواجونو او نرواکۍ ترې اخیستی و، ورکړل شی.
که څه هم مبارزه په بشپړه ډول بریالۍ نه وه خو د زیاتو تغیراتو او بدلونونو د رامنځته کېدو سبب وګرځېده چې له امله یې ښځو د زده کړو،تعلیم،تحصیل لاس ته راوړلواوپه اقتصادی،سیاسی،فرهنګی،ټولنیز… کې د کار او فعالیت موقع ترلاسه کړه؛خو اوسمهال چې دطالبانو ډله په افغانستان تسلط لری په افغانستان کې د ښځو نړیواله ورځ داسې حال کې نماځل کېږی چې دډېرو انجونو ښوونځی بند دی،په دفاترو کې د ښځو کار کول منعه شوی؛ او ښځې د کور څخه د ټولنیزو رسنیو له لارې یوازې د مبارکۍ پیغامونه خپروی.آن زیاتره میرمنې زړه نه ښه کوی چې په رسنیو کې د ښځو په تړاو یوه کلمه هم ووایی؛ ځکه طالبانو له هر اړخه ښځې محدودی کړی.
محدودیتونه چې ښځې ورسره مخ دی عبارت دى: له محرمه پرته سفرنه کول،جیګې څپلۍ نه په پښو کول،رنګارنګو جامو چې د سړیوپاملرنه ځانته اړوی نه اغوستل،عطر او خوشبویی نه کارول،په لوړو پوسټونو کار نه ګول….
خو دطالبانوویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکی”اسلامی امارت د ټولو افغان ښځو د شرعی حقوقو ورکړې ته ځان ژمن بولی.
د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت ده چې زموږ افغان میرمنې په کې د خپلو مشروع حقوقو غوښتنه وکړی.
موږ د خپلو افغان میرمنو له حقوقو څخه ساتنه او دفاع کوو.ان شاءالله)
طالبان په داسې حال کې دا اعلامیه خپروی چې ندیمه چې ټولنیز فعالیتونه یې مخ ته وړل بندی کړې،بادغس کې ښځې ځان وژنه کړې،او د متوسطه او لیسې دورې ښوونځیودروازې لا د انجونو په مخ تړل شوی.
تراوسه د ښځو ځاى او موقف د طالبانو په قوانینو کې واضح تعریف او مشخص شوى نه دى پرته لدې چې ښځه یاد کور او یا د ګور وګڼل شی.
ښځه د تاوتریخوالی سره مخ ده،جنسیتی تبعیض فوق العاده د زیادښت اوج ته رسېدلى.
او لا هم ادامه لری.
ولې په طالبانی نظام کې د ښځو لاریونونه چې په پوره زړورتیا یې د خپلو حقوقو او په حکومت کې د ګډون لپاره کول د هېرېدو نه دی.
ترڅو چې افغانی میرمنې خپل طبیعی او انسانی حقوقو چې اسلامی شریعت،اساسی قانون او نړیوالو بشری قوانینو ورکړی ترلاسه نه کړی ارامه به کېننی!
برحاله حکومت ته لازمه ده چې د ښځو حقوق ورکړی او د افغانی ټولنې ناوړه رواجونو ته دې د اسلام جامه نه اغوندی او د ښځو حقوقو دې نه پایمالوی.