خبرگزاری زنان افغانستانن،: یوشمېر ښځې چې په محاکمو کې یې پر نارینه و مختلفو برخو کې عاریضې کړې وې شکایت کوی چې د ښځینه مدافع وکیلانو نشتون له کبله محاکمې د نارینه و په ګټه تمامېږی. ۲۸کلنه ظریفه چې خاوند یې په ملی اردو کې وژل شوى و خسرګنۍ لخو دهغې د خاوند تقاعد پیسې […]
خبرگزاری زنان افغانستانن،: یوشمېر ښځې چې په محاکمو کې یې پر نارینه و مختلفو برخو کې عاریضې کړې وې شکایت کوی چې د ښځینه مدافع وکیلانو نشتون له کبله محاکمې د نارینه و په ګټه تمامېږی.
۲۸کلنه ظریفه چې خاوند یې په ملی اردو کې وژل شوى و خسرګنۍ لخو دهغې د خاوند تقاعد پیسې نه ورکولوو له امله یې پر خپل خسر عاریضه کړې وه وایی (خاوند مې ملی اردو کې شهید شو،دوه زاهن او دوه لورګانې ترې راپاتې،مونږ وثیقه جوړه کړه اوس پیسې مې خسر اخلی مونږ پرې عاریضه وکړه خو قضیه هغه وګټله ځکه هغه وکیل درلود،زما خبرو ته چا غوږ کېنښږد)
صحرا چې خاوند یې له وهلو وروسته پرېښې وه نوموړې په رسمی توګه د طلاق غوښتنه کوله چې له امله یې محکمې ته عاریضه کړې وه په دې اړه وایی(خاوند مې ډېره سخته ووهلم،له کوره یې وشړلم خو زه غواړم خپل حق واخلم او طلاقنامه راسره امضاء کړی خو محکمې زمونږ موضوع جرګې ته راجع کړه او هغوى چې کومه فیصله وکړه هماغه به کېږی)
طالبانو په راتګ سره ټولې ښځینه مدافع وکیلانې او څارنوالانې په کور کینولې اوډېر کم شمېر نارینه قاضیان،مدافع وکیلان او څارنولان یې پر خپلو پخوانیو دندو پرېښی.
یوې مدافع وکیلې د نوم نه ښودلو په شرط خبرګذاری زنان افغانستان ته وویل(ښځې نیمه ټولنه تشکیلوی په هره برخه کې ددوى شتون او ونډه مهمه ده کله چې نارینه جرمونه ترسره کوی میرمنې یې هم ترسره کوی کله کله میرمنې دجرمونو په تور نیول کېږی باید د هغوى لپاره ښځینه څارنوالانې موجودې وی ځکه د تحقیق پرمهال ښځې د په آسانۍ د خپل زړه خبرې ښځې ته کولى شی،بیا چې دوى محاکمې پیلېږی باید ددوى د حقوقو څخه د دفاع لپاره مدافع وکیله ولری څو حقونه یې ترپښولاندې نه شی)
تېره ورځ په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمی استازی نصیراحمد فایق هم ددې سازمان غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړې قوانینو په لغوه کېدلو سره ددوى په قضایی خوندیتوب کې خلا رامنځته شوې.
ښاغلی فایق یادې غونډې ته پخپلې وینا کې وویل” افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه ټولو قوانینو چې ددوى د حقونو څخه د ملاتړ په موخه نافذ شوی و په لغوه کولو یې د ښځو د حقونودخوندیتوب په برخه کې د قضایی مصٶنیت خلا رامنځته کړې چې دوى یې اجباری ودونو او کورنی تاوتریخوالی ته اړ ایستلی دی)
ده همداراز وویل چې کله چې ښځې د کورنی تاوتریخوالی په اړه افغانی محکمو ته شکایت وکړی ددوى شکایتونو ته د رسېدو پرځاى مجازات کیږی.
یوشمیرښځینه مدافع وکیلانو له طالبانو وغوښتل که چیرې دوى عمری عدالت پلی کول غواړی نو ښځینه څارنوالانې او مدافع وکیلانې دې په دنده وګماری څو د ښځینه تورنو اومجرمینو له حقونو دفاع او عدالت پلى شی.
په افغانستان کې د جمهوری رژیم کې ګڼ شمېر ښځینه مدافع وکیلانو دندې درولودې چې ۵۰سلنه یې د بهرنیو مٶسساتو او ۵۰سلنه یې دولت لخوا ګمارل شوې چې پرافغانستان د طالبانو له ولکې راهیسې ډېر شمېر نارینه اوټولې ښځینه مدافع وکیلانې له دندې ګوښه شوې،ددې ترڅنګه د مدافع وکیلانو انجمن چې یو خپلواک اورګان و لغوه او د عدلیې وزارت پورې وتړل شو.