کندهار کې د طالبانو د مرکزی محبس مسوولین د پخوانیو شړل شویو ښځینه پولیسو او کارمندانو د بېرته استخدام کېدو خبر ورکوی. کندهار کې د طالبانو د محبس رییس مولوی اختر محمد آغا حسینی رسنیو ته وویل، ټولې پخوانۍ ښځینه پولیسې یې بېرته خپلو دندو ته غوښتی او د پخوا په څېر یې کارونه دوام […]
کندهار کې د طالبانو د مرکزی محبس مسوولین د پخوانیو شړل شویو ښځینه پولیسو او کارمندانو د بېرته استخدام کېدو خبر ورکوی.
کندهار کې د طالبانو د محبس رییس مولوی اختر محمد آغا حسینی رسنیو ته وویل، ټولې پخوانۍ ښځینه پولیسې یې بېرته خپلو دندو ته غوښتی او د پخوا په څېر یې کارونه دوام لری.
مولوی آغا حسینی وایی، د طالبانو راتګ سره دوی په کورو ناستې وې اوس یې بیرته خپلې دندې پېل کړې.
ده وویل تر پخوانی حکومت اوس یادو ښځینه ساتونکو ته ډېر امتیاز ورکوی او په بریالیتوب سره خپلې دندې پر مخ بیایی.
نوموړی زیاتوی، د تېر پرځول شوی حکومت پر مهال د کندهار په مرکزی زندان کې شاوخوا ۱۱ ښځینه کارکوونکې په دندو بوختې وې او له هغې جملې یې نهه کارمندانې بېرته خپلو پخوانیو دندو ته ورغوښتل شوی دی.
د کندهار د مرکزی محبس د رییس په خبره چې اوس مهال په یاد زندان کې شاوخوا ۴۲ ښځینه بندیانې دی.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د راتګ په لومړۍ ورځ سره د کندهار عمومی محبس مات شو چې ورسره ټول پخوانی بندیان خوشې شول.
د کندهار اوسېدونکی وایی، اوس مهال په کندهار ښار کې ټول جینایی جرمونه د پخوانیو خوشې شویو بندیانو لخوا ترسره کېږی.