د کندهار د ښځو بازار دوکانداران د دغه ولایت امر به معروف ریاست په ضد لاریون وکړ
د کندهار د ښځو بازار دوکانداران د دغه ولایت امر به معروف ریاست په ضد لاریون وکړ

په کندهار ښار کې د طالبانو استازو د دغه ښار د ښځو د بازار اته دوکانداران له دې امله ووهل چې ښځې دوکان ته ننوتلې او اووه تنه یې له ځانه سره بوتلل. د دغه مارکېټ یوه دوکاندار د نوم نه ښودلو خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل، چې نن سهار شاوخوا یوولس بجې د امر […]

په کندهار ښار کې د طالبانو استازو د دغه ښار د ښځو د بازار اته دوکانداران له دې امله ووهل چې ښځې دوکان ته ننوتلې او اووه تنه یې له ځانه سره بوتلل.

د دغه مارکېټ یوه دوکاندار د نوم نه ښودلو خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل، چې نن سهار شاوخوا یوولس بجې د امر به معروف طالبانو اته دوکانداران ووهل او اووه یې له ځانه سره بوتلل. خو دوی یو هم هغه دوکاندار ونه نیول چې په بده توګه وهل شوی او په ښه حالت کې نه و.

د دغه دوکاندارانو په وینا، د طالبانو استازو له یوې اونۍ راهیسې دوکاندارانو ته ویلی، چې دوى حق نه لری، چې هېڅ ښځه خپل دوکان ته ننوځی.

دغه دوکاندار زیاته کړه چې طالبانو دوکاندارانو ته ویلی چې یواځې د خپل دوکان مخې ته پر مشتریانو د توکو پلورلو اجازه لری.

یو بل دوکاندار چې په دغه مارکېټ کې د ښځو د لوازمو دوکان هم لری، وویل چې د طالبانو له دغه عمل وروسته ټولو دوکاندارانو لاریون وکړ او خپل دوکانونه یې وتړل.

هغه وویل چې د طالبانو د امر به معروف محتسب باید له دوکاندارانو بښنه وغواړی. ځکه چې دوی هیڅ ګناه نه ده کړې.

خبرگزاری زنان افغانستان