د کندهار د شعر او ليکوالۍ په کورس کي د ښځينه زده کوونکو نه شتون٠
د کندهار د شعر او ليکوالۍ په کورس کي د ښځينه زده کوونکو نه شتون٠

څه موده وړاندي د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست د شعر او ليکوالۍ د مينه والو په غوښتنه د شعر او ليکوالۍ د کورس له پاره نوم لیکنه شروع کړل. د روانی اوونۍ په پيل کي په اطلاعات او فرهنګ رياست کي یاد کورس شروع سو او دوې مياشتي به دوام ولري. د يادونى وړ […]

څه موده وړاندي د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست د شعر او ليکوالۍ د مينه والو په غوښتنه د شعر او ليکوالۍ د کورس له پاره نوم لیکنه شروع کړل.
د روانی اوونۍ په پيل کي په اطلاعات او فرهنګ رياست کي یاد کورس شروع سو او دوې مياشتي به دوام ولري.
د يادونى وړ دى لکه څرنګه چی لیدل کیژى په دا کورس کي ښځينه زده كوونكى شتون نلرى، خو مخکي په ياد کورسونو کى تر نيمايى ښځينه زده كوونكى موجوده وى، خو اوس د ياد پروګرامونو څخه تول ښځينه محرومه سوي دى٠
د ياد کورس ښوونکی وایي، چي د رواني اوونۍ په جریان کي هم زده کوونکي مني، مينه وال کولای سي د هنر او فرهنګ په امریت کي نوم ليکنه وکړي.
خو په ياد کورس کي د ښځينه زده كوونكو په اره هيڅ خبره نه ده سوى٠
یاد کورس په اوونۍ کي درې ورځي دئ، دوې مياشتي دوام کوي او د کورس په اخره کي اسناد هم ورکول کيږي.

“فضيله عزيزي کندهار”