د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کی برمې ته لوېدلې نجلۍ وژغورل سوه.
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کی برمې ته لوېدلې نجلۍ وژغورل سوه.

د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په لالک وزرک کلی کی برمې ته لوېدلې نجلۍ تر زیاتو کوښښونو وروسته وژغورل سوه. برمې ته د لوېدلی کوچنۍ نجلۍ د ژغورلو له پاره کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا، د ولایت مقام استازی، په جنوب کی د هوایی ډګرونو مسئول فتح الله منصور، لوړ پوړی نظامی او ملکی استازی […]

د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په لالک وزرک کلی کی برمې ته لوېدلې نجلۍ تر زیاتو کوښښونو وروسته وژغورل سوه.

برمې ته د لوېدلی کوچنۍ نجلۍ د ژغورلو له پاره کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا، د ولایت مقام استازی، په جنوب کی د هوایی ډګرونو مسئول فتح الله منصور، لوړ پوړی نظامی او ملکی استازی او اړوند ټول مسئولین ساحې ته ورغلی وه.

د نجلۍ د ژغورولو له پاره کندهار والی سپارښتنه وکړه، چی د کندهار ټول امکانات دی په کار واچول سی، تر څو یاده اته کلنه نجلۍ وژغورل سی.
د کندهار والی د هدایت سره سم د کوچنۍ د ژغورلو عملیات په ډېر چټکۍ سره روان او بالاخره برمې ته لوېدلې نجلۍ را وایستل سوه.

نجلۍ پرون ۸۰ متره ژوری برمې ته ولوېدل، تر ډېر ځنډ وروسته د ا.ا مسئولین په جریان کی واچول سول، د مسئولینو تر خبرېدو وروسته سمه دستی د یادی نجلۍ د ژغورولو عملیات شروع سول، چی مشری ئې خپله کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا کول.

تر پوره هلو ځلو وروسته برمې ته لوېدلې نجلۍ را وایستل سول، کندهار والی په ساحه کی د ولسی خلکو سره په خبرو کی وویل، چی د ټولو برمو خولې باید په مسلکی توګه پټی سی، تر څو په راتلوونکی کی د نورو ورته پیښو مخنیوی وسی.