د کندهار په معروف ولسوالۍ کې سېلابونو ځانی او مالی زیانونه اړولی!
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې سېلابونو ځانی او مالی زیانونه اړولی!

د کندهار ولایت په “معروف” ولسوالۍ کې ځایی اوسېدونکی وایی، په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله پنځه تنه وژل شوی او تر سلو ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په معروف ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ څخه تر اوسه پورې د بارانونو او سیلابونو لړۍ […]


د کندهار ولایت په “معروف” ولسوالۍ کې ځایی اوسېدونکی وایی، په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله پنځه تنه وژل شوی او تر سلو ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په معروف ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ څخه تر اوسه پورې د بارانونو او سیلابونو لړۍ روانه ده، چې له امله یې دوه ماشومان او درې نارینه وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، په دې ولسوالۍ کې شاوخوا شل کورونه ویجاړ شوی دی.

په همدې حال کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان وژل شوی او ۲۶۰ نور ټپیان شوی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان