د کندهار ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزی آمر ښاغلی حبیب الله بشردوست رسنیو ته وویل، چی د کندهارښاروالۍ او د WFP مؤسسې په یوه تفاهم کی د دریو میاشتو لپاره ۶۰۰۰ کارمندان د ښار د تنظیف او سرسبزی تر څنګ د نویو رغنیزو پروژو په برخه کی په کار وګمارل. هغه زیاته کړه، چی د […]
د کندهار ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزی آمر ښاغلی حبیب الله بشردوست رسنیو ته وویل، چی د کندهارښاروالۍ او د WFP مؤسسې په یوه تفاهم کی د دریو میاشتو لپاره ۶۰۰۰ کارمندان د ښار د تنظیف او سرسبزی تر څنګ د نویو رغنیزو پروژو په برخه کی په کار وګمارل.
هغه زیاته کړه، چی د یادو کارمندانو میاشتنی معاش به د WFP مؤسسې له خوا ورکول کیږی او دوی به د کندهار ښار په ۱۴ ناحیو کی د تنظیف او سرسبزی په موخه کار کوی، نوموړی زیاته کړه، چی ښاروالۍ د یادو کارمندانو سره د کثافاتو په انتقال او په نورو تخنیکی برخو کی ورسره مرسته کوی.
د کندهار ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزی آمر ښاغلی حبیب الله بشردوست د یادو کارمندانو تر څنګ د ټولو ښاریانو څخه ئې وغوښتل، چی د ښار پاکوالی ته ډیره توجه وکړی، کثافات په خپلو مشخصو ځایونو کی وغورځوی او د هغه کثافاتو په هکله د ښاروالۍ سره اړیکه ونیسی، چی د ښار چاپیریال ئې ناولی کړی وی.
له بلی خوا د ا.ا لوړ پوړی مسؤلین بیا وایی، چی د کورنیو او خارجی مؤسساتو سره ئې خبری روانی دی، تر څو خلګو ته د کار زمینه برابره کړی.