په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو سیمه ییز چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د یوه ټېلر ډوله موټر د چپه کېدو له امله د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. سیمه ییزو سرچینو ویلی، چې نن یکشنبه د سلواغې په ۲۰ مه سهار یو ټانکر له سړکه […]
په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو سیمه ییز چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د یوه ټېلر ډوله موټر د چپه کېدو له امله د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
سیمه ییزو سرچینو ویلی، چې نن یکشنبه د سلواغې په ۲۰ مه سهار یو ټانکر له سړکه وغورځېد او له امله یې د کابل-کندهار لویه لار د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ بنده شوه.
د دې لویې لارې بند پاتې موټر چلوونکو رسنیو ته ویلی، چې د لویې لارې د خلاصون لپاره یې څه نه دی کړی.
سرچینه زیاتوی، چې اوس مهال لسګونه مسافر وړونکی او بار وړونکی موټر د سیمې دواړو غاړو ته د دغې لارې د خلاصېدو په تمه ولاړ دی.
خو په زابل ولایت کې د طالبانو د حکومت د فواید عامې ریاست چارواکی وایی چې د لارې د خلاصولو لپاره یې کاری ټیم لېږلى دى.
د فواید عامې وزارت له هغو کسانو څخه چې غواړی پر دې لار تګ راتګ وکړی، غوښتنه کړې چې تر هغه وخته پورې پر دې لاره تګ راتګ ونه کړی چې وضعیت عادی شی.
خبرگزاری زنان افغانستان