حسنا امین: پنجشنبه وه او نوکری وم موبایلانو کار نکوئ د جنګ له امله نوکری ۲۴ ساعته وه. دا می دوهمه شپه وه د خور کره. د نفستنګۍ اوخفګان د لاسه می هیڅ طاقت نه کیدئ. داسی وم لکه پر ځمکه چی اور بل وی او زه پر ګرځم. سهار ۸:۰۰ بجی سوې تصمیم می […]
حسنا امین: پنجشنبه وه او نوکری وم موبایلانو کار نکوئ د جنګ له امله نوکری ۲۴ ساعته وه. دا می دوهمه شپه وه د خور کره. د نفستنګۍ اوخفګان د لاسه می هیڅ طاقت نه کیدئ. داسی وم لکه پر ځمکه چی اور بل وی او زه پر ګرځم. سهار ۸:۰۰ بجی سوې تصمیم می ونیوئ چی روغتون ته ولاړه سم. کورنۍ می دیر ممانعت وکړ، مګر زه نه کښینستم په پښو رهی سوم سرکان خالی وه حالت اضطراری وو، تر یو ځایه مور په پښو راسره ولاړه د دوهمی عینو مینی په سر کې مو رکشه پیدا کړه مور می بیرته د خور کور ته رهی سوه زه کښینستم په رکشه کی، ښار خالی وو هری خواته بیله ټکانو او درزیانو بل څه نه وه. روغتون ټوله محاصره وو زه چی ورنژدې سوم داسی ټکان او راکټونه شروع سوه، چی ما او رکشوان سرونه کشته کړل او تیر سوو. واټ ته ورسیدم په ټوله واټ کی څلور نفری راغلی وې انچارجی چی زه ولیدم د خوشحالی څخه ئې په غیږ کی ونیولم ځکه چی مریضان وه، مګر داکتران نه، زه ولاړم چینج می وکړئ، نوبت می په اطاق ولادت کی وو، هلته یو مریض پروت وو مخکی به اطاق ولادت دومره ډک وو، چی د مریضانو د ولادتو ځای به نه وو، مګر دا ورځ یو دانه وو.
په دا ورز زما همکاره ملګرې هم نه وه، نو اطاق ولادت یوازی زما وو، زموږ روغتون ته نږدې محبس وو، دا ورځ د محبس د نیولو ورځ وه داسی بد حال وو موږ د وهمه په سټور کی کښینستو ځکه چی ګرمی هم دیره وه سټور د دواوو د یخ ساتلو لپاره دئ. په سټور کی یو خواته الماریانی وې د دواوو ډکی وې ټوله یوی خواته کښینستو د المارۍ د رالویدو د ویری څخه، مریضان بیاهم راتله د یو څو مریضانو د ولادت کار مو وکړ. غرمې خواته جنګ شدید سو زموږ پر واټ راکټان وتوغول سوه موږ چیغی کړې ځغستاوی سوې، مریضان می د اطاق ولادته راویستل تر لاس می ونیول په دهلیزو کی مو کښینول ځینی په داغه حالت کی بیرته پر بله خوا ولاړل.
موږ ټولو چیغی وهلې ژړل مو، زه د اډمیژن مخته ودریدم دا وخت د جراحی واټ داکتران راغله زموږ دا بدحالت یی ولیدی نو ټوله یی خپل واټ ته بوتلو د دوی واټ بیا د سړک سخه یوسه لیری وو.
مریضان مو هلته واستول زه ورته ودریدم ولادت می ورکوئ، نورو همکارانو می دعاوی او ختمونه کول دا د راکټ ټک چی به وسو روغتون به ولړزیدئ. زموږ په زړو خدای خبر وو دا دعا می کول چی ژوندۍ پاته سم ځکه چی د کورنۍ د ممانعت سربیره راوتلې وم د دوی حق می سترګو ته دریدئ مګر وجدان او نفستنګۍ د پاته کیدو اجازه نه راکول. پر هغه سړک ډیر مړی او زخمیان پراته وه مګر دومره کس نه وو، چی رایی وړی. د هر چا د سترګو څخه اوښکی څاڅېدلې. ماپښین بیرته راغلو خپل ځای ته، مریض ته می په سایډ روم کی ولادت ورکوی بیا وضعیت خراب سو، داسی جنګ سو چی د ټولو د ژوند تمه وختل دا وخت څلور بجې سوې دستګاه سمه سوه ټولو زنګونه وهل خپل فامیلو ته، زما په زړه کی زما یو دانه ورور راګرځید چی تر ځان هم راته ګران وو ما هغه ته ډیر زنګونه ووهل خو د هغه موبایل بند وو۰
پلار می زنګونه راته وهل دلته داسی بد درزیان شروع دی ګواکی پر واټ بمبار کوی، کله چی موبایل رخ سو پلار می چیغی کړې ویل څنګه ئې، ما ورته ویل بابا حق راوبخښه که پاته نسوم زما د خوا حق پلوی واخله د موردی سخه، او دستی می د ورور پوښتنه وکړل چی جاوید سنګه دئ هغه ویل ښه دی خپل د ملګری په کور کی پټ دی.
د پلار خبری می واوریدې زړه می ارام سو مرګ ته اماده سوم مرګ ته تسلیمه وم خو شاید الله ج نور ژوند هم لیکلی وو، راته ځکه خو د سړک عسکر او عام خلګ مړه او موږ پاته سوو.
د موبایل قطع کولو وروسته می دوهم زنګ خپل نامزاد تمیم ته ووهی موږ دوې ورځی یو د بل څخه خفه وو، په دا ورځ چی می زنګ ور ووهی د هغه سخه می حق پلوی اخیستل تمیم بی دریغه وژړل ویل داسی مه وایه ما خپل ټوله ژوند پر تا تړلی دی. او تسلیت یی راکړی ویل ته زما په ناخبری کی څنګه تللې یې حال دا چی وضعیت دومره خراب وو، ۴:۳۰ بجې سوې د بوټو ږغونه سول نارې راتلې راځی راځی موږ ژر د عملیات خانې کلکین ته ورغلو ومو لیدل چی څلور پنځه کسه چی توپکان یی په لاس غټی ژیری اوږده کالی خیرنی لنګوټی تړلی راننوتل پوهه شوم، چی طالبان دی. جراحی واټ ته روان دی. په دا وخت کی می وینه ډیره پر جوش راغله دا فکر می ووهی چی د عملیات خانی سخه چاړه واخلم او ور ووځم د خپلو وروڼو د وینو غچ ځنی واخلم.
مګر ناتوانه وم. داکتران بیچاره ویریدلی ولاړ وه رډ رډ یی ورته کتل هیچا د ځان سودا نسوای کولای ورسره. ماښام سو لمونځونه مو وکړل ارامی سوه میرویس روغتون او محبس ونیول سوه. زړونه مو بیرته ځای ته راغله. دا وخت نو واټ داسی خالی سو، چی هیڅ مریض نه وو. یوګړی وروسته بیرته مریضان راشروع سوه، دومره بی خوندی وه. لیری لیری ټکان اوریدل کیده ماخستن ډوډی اماده سوه، بیا جنک سو تر دوولس بجو مو کار وکړی د هغه وروسته نوبتونه شروع سوه اول نوبت زما وو، یوازی هم وم تر درو بجو په ټوله واټ کی یوازی ګرځیدم درې مریضان وه په اطاق ولادت کی نور په لیبر کی وه د یوی خوا وهم اخیستې وم د بلی خوا د یوازی والی غم وو ټوله شپه ویښه وم سترګی می دومره ولویدې لکه د مریض، وخت هیڅ نه تیریدی شپه دومره اوږده سوه لکه کال دوو مریضانو ولادت وکړی دیره رخصت سوه یوه اول واری مریضه پاته وه زه ړرشره وم چی درز به وسو زما د بدن وریشتان به شخ ودریده او مریض به بیا زوف سوه د وهمه. درې بجې سوې مریض ولادت نکوی نوبت می پوره سو په تسلیمۍ کی می ورکړل او زه ځنی راغلم اطاق ته لمونځ می وکړی په ځای کی پریوتم تر دیره ویښه وم خوب نه راتلی د سهار لمانځه ته وخت لږ پاته وو هغه می هم ادا کړی دا وخت خوب غلبه راباندی کړی وه یو وخت چی می سترګی خلاصی کړلې اووه بجې دی همکاره می راته وای کښینه کندهار سقوط وکړ.
کندهار ئې ونیوی دا ږغ پر ما دومره بد ولګیدی بیرته می سترګی پټی کړلې ځان سره می وویل وم خدایه ج ته وکړی، چی دا خوب وی.
بیا می سترګی پرانیستلې مګر دا تریخ حقیقت وو. کښینستم یو ګړی دپاره می بدن بې حس شو، خو بس الهی امر وو، باید منلی مو وایې چی وروسته مو د خوب ځایونه سره ټول کړل او راووتم مریضان راروان وه.
زما نوبت ختم سوی وو، راپور می ټول کړی پلار ته می زنګ ووهی ویل حالت سم دی زه درځم راولم دی، ټوله راځو بالا کور ته. زان می اماده کړ او راووتم چی ومی کتل ښار ته داسی طالبان پر موټر سیکلانو را روان وه لکه میږیان ډلی ډلی ټول ښار دومره بدرنګه ښکاریده خیرن ښکاریده. موږ راورسیدو کورته د ډیر سخت ارمان سره.
لیکوونکی: فضیله عزیزی