رینا امیري: د افغان نجونو د تعلیم خوبونه له خاورو سره خاورې شول
رینا امیري: د افغان نجونو د تعلیم خوبونه له خاورو سره خاورې شول

خبرگزاری زنان افغان: د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، سږ کال د افغان نجونو او ښځو خوبونه د خاورو سره خاوری شوي او له زده کړو یې په اوښکو لاس اخیستی دی. مېرمن امیري دغه موضوع پرون “پنجشنبه د حمل په ۳مه” په یوه ټویټ کې مطرح […]

خبرگزاری زنان افغان: د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، سږ کال د افغان نجونو او ښځو خوبونه د خاورو سره خاوری شوي او له زده کړو یې په اوښکو لاس اخیستی دی.

مېرمن امیري دغه موضوع پرون “پنجشنبه د حمل په ۳مه” په یوه ټویټ کې مطرح کړه.

هغه ټینګار وکړ چې د سرپرست حکومت له ډېرو ژمنو سره سره لا هم د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د پوهنې وزارت د نوي تعلیمي کال په رارسیدو سره لا هم د ښوونځیو دروازې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر مخ تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې ٥٥١ ورځې تېرې شوې، چې په افغانستان کې منځني او لېسې ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي او د ښځینه زده کوونکو برخلیک لا هم نه دی روښانه شوی.

ښځې او انجونې اجازه نه لري چې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې کار وکړي او په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

ښځې عامه حمامونو، تفریحي پارکونو، جمنازیومونو ته له تګ، د نارینه ډاکټرانو له خوا د درملنې او د خصوصي پوهنتون د داخلې په ازموینو کې له ګډون څخه منع دي.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#