رینا امیری: ۲.۵ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دی
رینا امیری: ۲.۵ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دی

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان لپاره د ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری د نجونو د زده کړو د دوام په اړه اندېښنه وښوده او اعلان یې وکړ چې اوس مهال ۲.۵ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دی. مېرمن امیری دغه خبره پرون “جمعه د جوزا ۱۲مه” […]

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان لپاره د ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری د نجونو د زده کړو د دوام په اړه اندېښنه وښوده او اعلان یې وکړ چې اوس مهال ۲.۵ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دی.

مېرمن امیری دغه خبره پرون “جمعه د جوزا ۱۲مه” د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا په غونډه کې وکړه.

هغه په ​​افغانستان کې د پوهنې پر جدی اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: هره نجلۍ با کیفیته زده کړو ته د لاسرسی حق لری.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د نجونو پر تعلیم ټینګار کوی او د یادولو وړ ده چې څه باندې ۶۰۰ ورځې کېږی چې سرپرست حکومت له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځی ته له تګ څخه منع کړی دی.

همدارنګه د اوسنی حکومت د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

سربیره پردې، ښځې د سپورت کلبونو، رستورانتونو، عامه حمامونو ته له تګ، د نارینه ډاکټرانو لخوا معاینه کولو، له محرم پرته سفر کولو او په کورنیو او نړیوالو غیر دولتی موسسو کې د کار کولو څخه منع دی.

د طالبانو له لوری په افغانستان کې د بشری حقونو د سرغړونو د پالیسۍ د نوی کولو په اړه د اسلامی هېوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سره لا هم ښوونځی او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلی دی.

خبرگزاری زنان افغان